BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:15 گرينويچ 2004 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا د طالبانو پر ضد نوي عمليات پيل کړل
News image
د ائتلافي ځواکونو دا عمليات د چټکې ازادۍ په نامۀ نومول شوي دي
د چټکې ازادۍ په نوم دا مريکا تر مشرۍ لاندې دا ېتلافي ځواکونو د ژمنيو عملياتو پېل ، د افغانستان د لومړ ني منتخب ولسمشر حامد کرزي د کار له پېل سره سمون خوري .

دغه عمليات چې هم مهاله په ټول افغانستان کې پر مخ ځي ، د اېتلافي ځواکونو وياند مارک مکېن وايي موخه يې پرهغو ډلو د فشار راوستل دي چې غواړي د ژمي پر مهال د افغانستان پر دولت او اېتلافي ځواکونوحملې وکړي.

دغه راز دى وايي د عملياتو بله مهمه موخه ، د افغانستان له دولت سره د هغو طالبانو چى د لانجو پر سوله ييزې لارې باور لرې ، د يو ځاى کېدو د شونتېاوو برابرول دي.

هغه ووېل: ائتلافي ځواکونه غواړي پر هغو ډلوچې د جگړې لاره يې غوره کړې ده د فشار په راوستلو سره ، مهمې موخې تر لاسه کړي .

له طالبانو سره د ملې روغې جوړې د تگلارې لپاره چى دولت يې پر مخ وړي .، ښه شراېط برابر شي.

 د چټکې ازادۍ په دغو عملياتو کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ١٨ زره اېتلافي ځواکونه گډون لري .
خو داچې په کومې کچې طالبان دامهال له دولت او اېتلافي ځواکونو سره د خبرو اترو په حال کې دي او له دولت سره د ېوځاى کېدو ليوالتيا لري، د اېتلافي ځواکونووياند په دې برخه کې له څه ويلو څخه ډډه وکړه.

د ښاغلي مکېن په وينا په راتلونکې پسرلي کې پارلماني ټاکنو ته د امنېت د خوندي شرايطو برابرول، د اېتلافي ځواکونو ددغو عملېاتو بله مهمه موخه جوړوي.

هغه وويل ددغوعملياتو له لارې اېتلافي ځواکونه غواړي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال رامېنځ ته شوى امنيت خوندي او داسې ډاډمن شرايط برابرشي چې افغانان وکولى شي له ډار او ويرې پرته په پارلماني ټاکنو کې گډون وکړي.

داېتلافي ځواکونو وياند وايي دغه عمليات په بري سره پر مخ ځي او تر اوسه په دې توانېدلي دي چې د طالبانو د مهال د کندهار د پخواني والي د ورور ، محمد عېسى په گډون ، د زابل د داى چوپان په سيمه کې اته تنه شکمن طالبان ونېسي.

ښايي ددغو عملياتو تر ټولو مهمه موخه داوي چې ښاغلى کرزى وکولى شي چې د هېواد د لومړني منتخب ولسمشر په توگه په ټول افغانستان کې خپل واک غښتلى کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت