|
برتانيا افغانستان ته نور سرتيري ليږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمه ده چې برتانيا به په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شميره زياتوي . داسې اټکلونه دي چې په افغانستان کې به پر اوسنيو شاوخوا ٨٠٠ سرتيرو ٣٥٠٠ نور هم ورزياتيږي . خو د چارشنبه په ورځ ( د سلواغې ٥ د جنوري ٢٥ ) د برتانيا د دفاع وزير جان ريډ پارلمان ته د خبرو پر وخت وويل چې د دغو سرتيرو شميره لا معلومه نه ده . ښاغلي ريډ زياته کړه چې په برتانيوي رسنيو کې خپرې شوې شميرې ښايي سمې وي او يا هم ډيرې ناسمې وخيژي . دۀ دليل راووړ چې د برتانيوي سرتيرو شميره به د کابينې تر پريکړې وروسته څرگنديږي. برتانيوي سرتيري به په سويلي ولايت هلمند کې ځاى پر ځاى کيږي چې د طالب اورپکو د رژيم له نسکوريدو راهيسته پکې تاوتريخوالى ډير شوى او د کوکنارو د کرکيلې په يوۀ لوى مرکز هم بدل شوى دى . د برتانيا د ولسي جرگې د غړو پوښتنو ته په ځواب کې ښاغلي ريډ وويل افغانستان ته د اضافي سرتيرو تر ليږلو وړاندې دوى په دې غور کړى دى چې نه يوازې سرتيري له ممکنه حالت سره مقابلې ته چمتو وي بلکه له بزگرانو سره هم د کوکنارو پر ځاى د بلې کروندې په کرکيلې کې هم مرسته وشي . برتانيوي وزير دا خبره رد کړه چې گواکې د دفاع د وزارت رپورټونه خبري رسنيو ته په پټه رسيدلي دي . دۀ وويل په برتانيوي ورځپاڼو کې د سرتيرو د شميرې په باب يادونې اټکلي دي . د چارشنبه په ورځ برتانيوي رسنيو ويلي چې ٤٠٠٠ سرتيري به يې افغانستان ته ځي . د برتانيا سرتيري به د ناټو په مشرۍ کې د سوله ساتنې او ولايتي بيا رغاونې د چارو لپاره ځاى پر ځاى کيږي . دم گړۍ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ کې د ايساف ٩٢٠٠ سرتيري شته خو دغه تړون نيت لري چې د خپلو سرتيرو شميره ١٥٠٠٠ ته ورسوي . ناټو د اوس لپاره په پلازمېنه کابل او د افغانستان په شمال او لويديځ کې د سوله ساتنې او ولايتي بيا رغاونې د ډلو په توگه په فعاليت بوخته ده . تمه ده چې په روان ميلادي کال کې به د افغانستان سويلي ولايتونو ته هم د ناټو سرتيري ورځي . | ورسره تړلي نور خبرونه سويډن افغانستان ته نور سرتيري ليږي30 نومبر, 2005 | خبرونه کانادا : د افغانستان سويل لويديځ ته به نوي سرتيري ليږو13 اکتوبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې ٢٠٠ امريکايي سرتيري تر اوسه وژل شوي08 اکتوبر, 2005 | خبرونه استر ليا افغانستان ته خپل نور سر تيرې ليږي13 جولاى, 2005 | خبرونه دافغانستان له لويديځه امريکايي ځواکونه ليرې کيږي 14 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||