BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:38 گرينويچ 2005 ,14 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دافغانستان له لويديځه امريکايي ځواکونه ليرې کيږي
News image
امريکايي پوځي وياند وايي په لويديځ کې اوس ستونزه نشته

د افغانستان په پلازمېنه کې اعلان وشو چې په راتلونکو څو مياشتو کې به امريکايي ځواکونه د افغانستان له لويديځ څخه وځي او پر ځاى به دغلته د امنيت چارې نړيوالو سوله ساتو همکارو ځواکونو ، ايساف ، ته سپاري .
د ايساف مشري دم گړۍ ته د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو کوي .
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند وويل په لويديځو سيمو کې د امنيت چارې خورا ښې دي .
دۀ وويل د هرات ، فراه ، غور او بادغيس په ولايتونو کې به د ولايتي بيا رغاونې مسووليت ايساف ته سپاري .

 ناټو به بادغيس ، غور ، هرات او فراه کې د امريکاييانو ځاى نيسي .
داسې ويل کيږي چې امريکايي پوځ له ناټو څخه څو ځلي غوښتي و چې د افغانستان په لويديځ کې د امنيت مسووليت ورخپل کړي .
امريکاييان په دې باور دي چې د دوى ځواکونه ښايي په ختيځ او سويل کې د القاعدې د پاتې شونو پر ضد فعاليت ته ځان اوزگار کړي .
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت