BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:40 گرينويچ 2006 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
رمسفيلډ: امريکايي پوځ ستره وړتيا لري

رمسفيلډ
د ديموکراتانو له خوا دوه رپورټونه د امريکا د دفاع د وزارت په غوښتنو چمتو شوي دي .
په امريکا کې دوه رپوټونه چې يو يې د ډيمکورات گوند لپاره چمتو شوى او د بل سپارښتنه پخپله ددفاع وزارت کړې وه، وايي چې د امريکا پوځ په افغانستان او عراق کې د عملياتو د پراختيا له امله تر سخت فشار لاندې دى.

د ډېموکراتانو رپوټ چې د کلنټن د مخکنۍ ادارې د غړو له خوا چمتو شوى وايي چې افغانستان او عراق ته د عسکرو بيا بيا استول خورا تباه کوونکي و او ښايي پر وسله وال ځواک اوږد مهالى اغېز وغورځوي. د دفاع وزارت په سپارښتنه چمتو شوي رپوټ – چې لاتر اوسه عام ولس ته په ډاگه شوى ندى، ظاهرا" پوځ دومره غځېدلى بللى چې د ماتېدو پولې ته نژدې دى.

د امريکا ددفاع وزير دونالد رمسفيلډ وويل دغه ارزونې يا زړې دي او يا لار ورکوونکې. هغه وويل چې د امريکا پوځ خورا ستره وړتيا لري او په جگړه کې پوخ دى.

ښاغلي رمسفيلډ وويل دا بيخي دروغ دي چې څوک ووايي د امريکا پر پوځ خورا دروند بار ايښودل شوى او ياله حده زيات غځول شوى دى.

د امريکا ددفاع وزرات په غوښتنه يوه ترسره شوې څېړنه چې لا تر اوسه د عمومي استفادې لپاره خپره شوې نده، ظاهرا" د امريکا پوځ (( د ماتېدو تر پولې غځول شوى )) بولي.

په رپوټ کې ويل شوي چې پوځ به د ځاى پر ځاى کېدنې اوسنۍ اندازې ته په پام سره په عراق کې تر پاڅونکو د زيات دوام وړتيا ونلري. د کانگرس د ډېموکراتو غړو په سپارښتنه ترسره شوې يوه بله څېړنه هم ورته نتيجې ته رسېدلې ده.

دا رپوټ وايي چې پوځ تر خورا کلک فشار لاندې دى. نژدې ١٤٠ زره امريکايي پوځيان په عراق کې پراته دي او البته، پر دې سربېره نور په افغانستان، کوسووه او د نړۍ په نوروو برخو کې هم ځاى پرځاى دي. پوځ تېرکال د نويو سرتېرو د جلب په برخه کې هم ستونزې درلودې.

خو جگپوړي افسران وايي د سرتېرو د جلب چټکتيا او د لانورو پيسو بېلېدو په گډه دغه ستونزه غوڅه کړېده. له دې سره سره، دا دوه رپوټونه هغه نظر راغبرگوي چې د کانگرس له ځينو غړو او آن د پوځ دننه له يوشمېر کسانو سره پيدا شوى دى اوهغه دادى چې که د عراق جگړه ډېره اوږده شي او يا امريکا په يوه بل کړکېچ کيوزي، د امريکا پوځ ته به د خپلو ژمنو پوره کول گران پرېوزي.

بل پلو د برتانيا ددفاع وزير جان ريډ وويل نن ( د سلواغې ٦ د جنوري ٢٦ ) به په دې اړه يوه وينا خپره کړي چې افغانستان ته نور ځواکونه استوي او که نه.

ښاغلي ريډ د ورځپاڼو تر دې رپوټونو وروسته چې تر څلورو زرو برتانوي پوځيان افغانستان ته استول کېدونکي دي، د مخالف گوند د يوه پارلماني وکيل د پوښتنې ځواب وايه.

هغه وويل يوازې د برتانيې په کابينه کې له خپلو ملگرو سره ترسلا وروسته به په دې اړه پرېکړه کوي.

ټاکل شوې ده برتانوي ځواکونه د شمالي اتلانتيک تړون – ناټو د سوله ساتي ځواک د يوې برخې په توگه د هلمند په جنوبي ولايت کې ځاى پرځاى شي.

په افغانستان کې به د ناټو د ماموريت له غځېدو سره سم برتانوي ځواکونه د افغانستان تر ټولو غليمې او خطرناکې سيمې ته ځي.

د هلمند جنوبي ولايت د القاعدې او طالب ټوپکوالو او دغه راز د نشه يي توکو د کاروباريانو سيمه ده چې خورا ډېر ځواک لري او نه غواړي چې له لاسه يې ووځي.

په وروستيو اوونيو کې د هيواد په جنوب ختيځو سيمو کې د ځانمرگو بريدونو يوه څپه راخوځېدلې وه چې د پوځي پلان جوړوونکو لپاره ستره اندېښنه جوړوي. څرگنده ده چې دا به له ننگونو ډک يو ماموريت وي. خو له خطرونو سره سره، برتانيا ويلي چې افغانستان ته ژمنه ده.

نړيواله ټولنه هم ورسره داخبره مني. راروانه اوونۍ په لندن کې يو لوى نړيوال کنفرانس د لومړي وزير ټوني بلير په بلنه جوړېدونکى دى چې د نورو تر څنگ به پکې افغان ولسمشر حامد کرزى هم گډون کوي.

کنفرانس غواړي چې د راروانو پنځو کلونو په ترڅ کې د افغانستان د سياسي او اقتصادي ودې لپاره يو پلان جوړ کړي.

د امنيت له پياوړتيا پرته به بيا رغاونه دومره چټکه نه وي، نو ځکه پوځي مرسته خورا حياتي ده، خو دا ددې بهير يوازې يو لورى جوړوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت