BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:35 گرينويچ 2005 ,13 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايتلاف د امنيت دخرابيدولاملونه څيړي
News image
د هيواد نږدى ټول لوړ پوړي چارواکي د نا امنۍ د دغه راز پيښو تر شا ډير ځله د بهرنيو کړيو د لاس وهنې خبره کوي
په افغانستان کې د امريکى په مشرۍ ميشت اتلافي ځواکونه وايى چې په دغه هيواد کې د نا امنيو د وروستۍ لړۍ د لاملونو د موندلو په خاطر يى پلټنې پيل کړيدى .

په کابل کې د دغو ځواکونو وياند ډگروال جيز يانتس خبريالانو ته ويلى دوى د دې سپينول غواړي چې په دغو نا امنيو کې د چا لاس د ى . دغه وياند په سيمه کې د تيارسۍ په حالت کې د ساتل شوو داسى امريکايى ځواکونو د شته والى خبره هم کړې چى د اړتيا په صورت ې کې د څو ساعتونو دننه افغانستان ته رسيدى شى .

د ميشتو اېتلافي ځواکونو له لوري د دغو پلټنو پيل ، د مخالفو جنگياليو له خوا د خرپ او ترپ په بريدونو کې د تير په پرتله په بيسارى توگه د زياتوالى د رامينځ ته کيدو پايله ده .

پدې کې بهرنى عوامل او کړۍ لاس لرې او که يوازې کورنى مخالفان يى تر شا ولاړ دى ؟ په کابل کې د اېتلافي ځواکونو وياند ډگروال جيمز يانتس د همدې پوښتنې ځواب موندل د روانو پلټنو اصلي هدف بولي .

ښاغلي يانتس د پلټنو په همدې لړۍ کې دوو ختيځو ولايتونو ننگرهار او پکتيا ته د اېتلافي ځواکونو د قوماندان جنرال ايکن بيرى سفر ته په اشارې سره وويل چې نوموړي په همدې تړاو د دغو دواړو ولايتونو له واليانو او نورو چارواکو سره په مفصل ډول خبرې کړي دي.

News image
افغانستان کې ورانکارې چارې په زياتيدودي
ښاغلى يانتس دا هم وويل چى د اتلافى ځواکونو قوماندان د پلټنو په دغه روانه لړۍ کى پاتې ختيځو او سويلي ولايتونو ته هم د سفر نيت لري . ټوله دغه سيمه د پاکستان پولې ته څيرمه پرته ده او داسى ورځ لږه پيښيږي چې مخالفان پکې په افغان امنيتي ځواکونو ، اېتلافي سرتيرو او نورو هدفونو بريدونه ونکړي .

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په گډون د هيواد نږدى ټول لوړ پوړي چارواکي د نا امنۍ د دغه راز پيښو تر شا ډير ځله د بهرنيو کړيو د لاس وهنې خبره کوي . ډيرى دغه اشارې په غير مستقيم ډول گاونډي هيواد پاکستان ته د گوتې د نيولو معنى لري .

داسې چې چارواکي د ترهگرۍ خلاف جگړه کې د پاکستان د ونډې د ستايلو تر څنگه دا نيوکه کوي چې گواکى اورپکي له بريد وروسته بيرته د پټيدو لپاره پاکستان ته اوړي . د اېتلافي ځواکونو چارواکي هم پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه کې ښه ملگرى بولي، خو له دې سره سره دادى اوس په وروستيو نا امنيو کې د بهرنيو لاسوهنو د احتمال پوښتنه مخې ته کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت