|
په سروبي کې به يوه لنډ مهاله قرارگاه جوړه شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سروبى په ولسوالۍ کې د الماني سرتيرو له لوري د دغې لنډ مهاله قرار گاه جوړيده د هغه امنيتي پلان يوه برخه ده چې په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ ميشت نړيوال امنيتي ځواکونه ايساف يې د انتخاباتو په درشل کې، د هيواد د شمالي او لويديځو ولايتونو تر څنگه د کابل له ښاره د باندي، د ټول ولايت په کچه د پلي کيدو تکل لري. په کابل کې د ايساف وياندى کرن پتوت خبر يالانو ته وويل چه د قوماندې په ټولو اړتياوو سمبال دغه قرار گاه به د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو د ټاکنو د بهير د پاى ته رسيدوتر مهاله فعاليت ته دوام ورکړي. د ايساف چارواکي دا گڼي چې په دې سره به د کابل ولايت د ختيځ په لور ددغو ځواکونو د څار ساحه وغزيږي او هم به له هغو سرتيرو سره د سوق او ادارې په تړاوو نيول کيدونکي اړيکي اسانه شي چې سيمې ته د گزمې په خاطر استول کيږي. د بن د موافقى له مخې په پيل کې د ايساف د ځواکونو فعاليت يواځي د کابل په ښار پورې محدود وو خو ورو ورو دغه ساحه د امنيي گزمو په بڼه، لومړى ښار ته ورڅيرمه سيمو او بيا وروسته د ولسواليو تر کچې وغزيده . په ټوله کې انديښنه داده چې ښايي مخالفان د انتخاباتو په درشل کې د خرپ او ترپ په بريدونو کې زياتوالى راولى . همدغو انديښنو ته د ځواب لپاره د افغانستان د ملي پوځ او پوليسو په گډون ، ايساف او اتلافى ځواکونه د يو لړ مخنيونکو ځوابى گامونو د پورته کولو په پلانونو کار کوى. د ايساف او اتلافي ځواکونو سرچينې په ډاگه دا هم وايي چې د دوى له لوري پورته کيدونکي احتياطي گامونه تر ډيره په هغو استخباراتي اطلاعاتو ولاړ دي چې د مخالفانود احتمالي فعاليتونو او ټکلونو په تړاوو دوى ته رسيږى . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||