BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:01 گرينويچ 2005 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دپارلمانى ټاکنوپه درشل کې امنيتى انديښنې

News image
ارزگان کې دټاکنودکميسيون غړى وژل شوى دى
د افغانستان د انتخاباتو کميسون او د دغه هيواد لپاره د ملگرو ملتونو مرستندويې ادارى يونما تيره ورځ د ارزگان په ولايت کې د انتخاباتو د کميسون د يوه کارکونکي د وژل کيدو د پيښې غندنه کړيده .

د انتخاباتو په تړاو د عامه پوهاوي دغه کارکونکي د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شويدى

په ټوله کې د انتخاباتو په را لنډيدو سره په دغه هيواد کې د نا امنۍ پيښې ډيرې شوې خو د دغه هيواد د خپلو امنيتى ځواکونو او دغلته د ميشتو بهرنيو ځواکونو چارواکى وايى چى د انتخاباتو د امنيت د خونديتوب لپاره به ځانگړى گامونه پورته کوى .

پارلماني انتخاباتو ته د چمتووالى د منډو ترړو او په انتخاباتى سياليو کى د گډون لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې د بهير له پيل راهيسى لومړنۍ پيښه ده چى په ترڅ کى يى د انتخاباتو د کميسون يو کارکونکى خپل ژوند له لاسه ورکوى .

د انتخاباتو په تړاو د عامه پوهاوى پر دغه مامور تيره ورځ د ارزگان په ولايت کى د ناپيژندل شوو کسانو له لورى بريد وشو . د کميسون وياند سلطان احمد بهين دغه ډول پيښى د انتخاباتو بهير ته گواښ وباله خو ټينگار يى دا وو چى گواکى په دى سره به د دوى کارکونکى په شا نه را ستنيږى

News image
دانتخاباتوکمسيون بياهم په کارکولوټينگارکوي

له دى سره سره ښاغلى بهين پر دولت د انتخاباتو د کميسون د کارکونکو د امنيت خونديتوب ته د ژورى پاملرنى غږ و کړ .

ها خوا په کابل کى د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستندويه ادارې يونما وياندې ارين کوينتر هم د خپلې ادارې په استازيتوب ددغه وژنې غندنه وکړه .

په افغانستان کې د ميشتو اېتلافي ځواکونو وياند ډگروال جيمز ياند هم د وخت له اړخه د پرمختياوو بهير او د دموکراسۍ په تړاو د افغانستان د خلکو اراده د مخالفانو په تاوان بولي . انگيرنه يې داده چې کيدى شى هغوى د انتخاباتو تر ورځې تر وسه وسه د نا امنۍ د رامينځ ته کولو هڅې وکړې

په همدې ترڅ کې د افغانستان ا منيتى ارگانونه او دا ډول په افغانستان کى د ناتو او امريکى په مشرۍ ميشت نړيوال امنيتى ځواکونه درا روانو پارلمانى انتخاباتو لپاره د مناسب امنيتى چاپيريال د رامينځ ته کولو په موخه د يو لړ احتياطى گامونو د پورته کولو خبره کوي . په دى کى د څار د گزمو په ډيرولو ، د استخباراتى معلوماتو او اطلاعاتو په شريکولو او په مخالفانو د مخنيوونکو گزارونو په کولو سربيره تر انتخاباتو وړاندى افغانستان ته د اضافى بهرنيو سرتيرو د راليږلو خبره هم کيږى .

د اېتلافي ځواکونو وياند ډگروال يانتس بيا په دې باور دى چې اوس هم په افغانستان کې په کافى اندازه کورنى او بهرنى امنيتى ځواکونه شته او د ده په وينا دغه ځواکونه دا وس لرى چي د انتخاباتو امنيت وساتى خو له دى سره سره د اتلافى ځواکونو په چوکاټ کى لږ تر لږه د يوه بل کنډک د زياتيدو احتمال ته گوته نېسى :

په ټوله کى به د پارلمانى انتخاباتو بهير هم بريالى وى او دا چى مخالفان د دوى په وينا دا وس نلرى چى په انتخاباتو کى د خلکو د گډون مخه ونيسى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت