BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د پارلمانې انتخاباتو قانون

News image
کانديدانو ته به د جولاى په ١٢ د وروستى لست له خپريدو وړاندى د يوى اونۍ لپاره د ځان ددفاع حق ورکړل شى .
په افغانستان کى د ولسى جرگى او پارلمانى انتخاباتو کميسون ددغه هيواد د وسلى ټولونى د پروگرام په دارلانشا د هغو کانديدانو په اړه د معلوماتو د ورکړى غږ کړى چى د وسلو درلودو شک پرى کيږى.

دغه غوښتنه د کانديدانو د بشپړمقدماتى لست له خپريدو وروسته شويده. ها خوا دشکايتونو د اوريدو کميسون نن په کابل کى د يوه خبرى کنفرانس په ترڅ کى په رسمى توگه د خپل فعاليت د پيل د اعلان په مهال په خلکو غږ کړى چى د پنجشنبى تر ورځى د شرايطو له اړخه د کانديدانو په تړاووخپلى نيوکى د وي ته وسپارى.

د افغانستان د انتخاباتو قانون او دا ډول د کانديدانو له لورى لاسليک شوى ژمنليک دواړه داسى قانونى سندونه گڼل کيږى چى له وسلو او مليشو سره تړاوو لرونکۍ کانديدان په انتخاباتى سياليو کى له گډون نه منع کوى.

خو له بل لورى شکونه دادى چى د سيالۍ ډگر ته د راوتلو کانديدانو په مينځ کى د هغو کسانو شمير هم کم ندى چى تر دى وړاندى يى په يوه نه يوه ډول له وسلو او مليشه وو سره تړاوو درلود.

ظاهرا ډيرو دغو کسانو د بى وسلى کولو يا ډي ډى ار د پروگرام له مخى خپلى وسلى سپارلى خو داسى انديښنى هم شته چى گواکى لاهم ځينو کسانو خپلى وسلى پټى کړى او يا دا چى د مليشه وو د ځواک له لارى په خپله گټه د رايئ اچوونى په بهير اغيزې اچولي شى.

 د ټاکل شوى تقسيم اوقات له مخى به د شکايتونو له ارزولو وروسته د کانديدانو وروستى لست د سرطان په يويشتمه خپريږى، خو تر هغى وړاندى به له نيوکو سره مخامخ کانديدان دا حق لرى چى د يوى اونۍ په موده کى په دوى د ځانگړو افرادو، سياسى گوندونو او نورو افغانى موسسوله لورى شوو نيوکوته ځواب ووايى . پخپله د انتخاباتو لپاره د وږى سنبلى ٢٧ نيټه په پام کى نيول شوى او د رايى شميرنى وروستۍ پايلى يا په بل عبارت گټونکى او بايلونکى به د تلى ميزان په ٣٠ معلوميږى .
جيڼ سټين

په دى سربيره د ځينو هغو کاندېانو په تړاوو چى پخوا د طالبانو په ليکو کى پاتى شوى هم نيوکى شته دى .

دغه راز دغه نيوه کواو انديښنو ته د ځواب لپاره د انتخاباتو کميسون د بى وسلې کولو پر دارلانشا غږ کړى چى له وسلو او مليشو سره د تړاوو لرونکو کانديدانو په اړه د شکايتونو د اوريدو کميسون ته معلومات ورکړى.

د بى وسلى کولو دغه دارالانشا د افغانستان له امنيتى اورگانونو ، د ملگرو ملتونو د سازمان او په افغانستان کى د ميشتو بهرنيو ځواکونو له استازو جوړه ده.

د شکايتونو د اوريدو د کميسون کميشنرې جيڼ سټين خبريالانو ته په خپلو څرگندونو کى وويل چى دوى به د همدغو معلوماتو او نورو شکايتونو په رڼا کى له نيوکو سره د مخامخ کانديدانو په تړاوو پريکړه کوى :

جيڼ سټين:

""دا زموږ د کميسون مسوليت دى چى د دغى ځانگړى مسئلى يعنى له مليشه وو او وسله والو ډلوسره د يوه کانديد د تړاوو په اړه د افرادو او موسسو له لورى په رسيدلو شکايتونو غور وکړى .

البته موږ د نيوکى د سموالى په تړاوو ريښتينو معلوماتو ته اړتيا لرواو په دى برخه کى په هغو معلوماتو ډډه لگوو چى د بى وسلى کولو د پروگرام د دارلانشا له لورى زموږ په واک کى راکول کيږى""

د شکايتونو د اوريدو د کميسون مشر گرند کيپين ددى خبرى کنفرانس په مهال په خپل وار د کميسون د واکونو په تړاوو څرگندونى وکړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت