BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:52 گرينويچ 2005 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
راتلونکى اوونى به ولسى جرگى او ولايتى شوراگانو ته دکانديدانو نومونه خپاره شى

News image
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخى، هر کانديد بايدد افغانستان تابعيت ولرى
د هر ولايت اوسيدونکي سر له راتلونکې شنبې پنځه ورځې مهال لري چې، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو ته د نومول شوو کانديدانو حقوقي وړتياوې وارزوي. د شنبې له سهارنه به د هر ولايت د کانديدانو نومپاڼې د نوم ليکنې په مراکزو کې د ارزولو لپاره وړاندې شي او هغوى چې انترنټ ته لاس رسي لري، نو دغه نومپاڼې به د ټاکنو د گډ دفتر پر ويب پاڼې هم لوستلى شي.

د ټاکنو د گډ دفتر د نړيوالې وياندې برونين کورن په وينا، ورځپاڼې، راډيو-ټلويزون او نور مطبوعات هم کولى شي چې، د نومول شوو کانديدانو نومپاڼې د خپرولو په موخه ترلاسه کړي. برونين کورن وايي، د نيوکو کميسون به د ټيليفون، ليک، فکس او نورو لارو د خلکو نيوکې په محرمانه توگه راټولې کړي.

برونين زياتوي چې شکايت کوونکي د خپلو نومونو د څرگندولو يا نه څرگندولو پوره اختيار لري . کميسون به له هرې ممکنه لارې شکايتونه راټول کړى . کانديدان به د شکايتونو په هکله وپوهول شي او د دفاع کولو فرصت به هم ولري، تر ټولو ارزونو وروسته به د جولاى پر ١٢ نيټه د ولسى جرگې او ولايتي شوراگانو د کانديدانو وروستې نومپاڼى څرگندې شي.

 د ولسى جرگى او ولايتى شوراگانو لپاره د ٦٠٠٠ کانديدانو نوم ليکنه شوى، چى په سلو کى ١٠ برخه يى ښځى جوړوى
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، هر کانديد بايدد افغانستان تابعيت ولري، د محکمى لخوا په بشري جنايتونو يا له مدني حقونونه بې برخې شوى نه وي د ولسى جرگې لپاره ٢٥ کاله او د ولايتي شورا لپاره ١٨ کاله عمر ټاکل شوى.

قانون دا هم وايي چې، د سترې محکمې غړي او نور قاضيان، وزيران، مرستيالان، واليان، ولسوالان، ښاروالان د ناحيو مشران، پوځيان او د ټاکنو کارکوونکي بايد تر کانديدلو دمخه له خپلو رسمى دندو لاس واخلي.

News image
د ټاکنو کميسيون هغه خبرونه رد کړل چى ، د ارزگان په ولايت کى ښځينه کانديدانو نوم ليکنه نه ده کړى
د کانديدانو د چارو د سمالښت تر څنگ، د ټاکنو د کميسون ويانده وايي، د چنگاښ د مياشتى له ٤ نه تر ٣٠ نيټى پورې به د رايي ورکوونکو نوم ليکنه ترسره شي.

د ټاکنو د کميسون ويانده زياتوي چې د څلورو اوونيو په ترڅ کې د جون له ٢٥ نه د جولاى تر ٢١ نيټې پورې به د ټولو هغو اتلس کلنو افغانانو نوم ليکنې وشي چې، تر اوسه يى نوم ليکنه نه ده شوي - ځينو نورو چى وړاندى يى نوم ليکنى کړى خو له يوه ولايت څخه بل ته گډه شوى، هغوى هم بايد خپل د رايى ورکولو ځايونه له سره وټاکى. پر ټاکل شوى مهال به د افغانستان په هرى ولسوالى کى د نوم ليکنى څانگى پرانستل شى.

د ټاکنو کميسون هغه خبرونه رد کړل چى ، د ارزگان په ولايت کى ښځينه کانديدانو نوم ليکنه نه ده کړى - د کميسون د وياندى په خبره، دوو ښځو په ارزگان کى د ولسى جرگى لپاره نوم ليکنه کړى - خو د ولايتى شورا د ټاکنو لپاره بيا څوک نده راوړاندى شوى. د ارزگان تر څنگ زابل او نوروستان هم دوه هغه ولايتونه پيژندل شوى چى، د ولايتى شوراگانو لپاره يى د ښځينه کانديدانو شميره د ټاکل سويو څوکيو تر شميرى لږ دى. په ټوله کى د ولسى جرگى او ولايتى شوراگانو لپاره د ٦٠٠٠ کانديدانو نوم ليکنه شوى، چى په سلو کى ١٠ برخه يى ښځى جوړوى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت