BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:18 گرينويچ 2006 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانوي عسکر له موسى کلا نه ووتل

برتانوي عسکر له موسى کلا نه ووتل
د برتانوي عسکرو وتل د موسى کلا د سپين ږيرو په منځگړيتوب شوى و.
موسى کلا د هغو دريو ولسواليو څخه يوه ده چې مرکز يې د طالبانو د پرله پسې بريدونو په وړاندې دا ټول دوبى د برتانوي عسکرو له خوا ساتل کېده. په حقيقت کې طالبانو دوى په خپله محاصره کې ساتلي وو. نن سهار په هلمند کې د برتانوي ځواکونو له اصلي اډې – کمپ باسټن څخه د هغوى د ر اايستلو عمليات پيل شول.

دوى له هغو حکومتي ودانيو څخه چې دفاع يې ور په غاړه وه، بيديا ته را وايستل شول. له دې سره سم نيمه پوليسي ځواک ته چې په قومي مشرانو پورې اړه لري، د سيمې د امنيت ساتنې دنده وسپارل شوه.

برتانوي ځواکونه په احتياط سره غواړي چې دا کار په څټ راوتل ونه بولي. دا کار د برتانوي عسکرو او طالبانو ترمنځ له پنځه دېرش ورځني اوربند وروسته کېږي چې د موسى کلا د سپين ږيرو په منځگړيتوب شوى و.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو قوماندان وايي له ټولو دغو وړاندې پرتو پوستو څخه يې د عسکرو د ايستلو پرېکړه ددې لپاره وکړه چې په ټول هلمند کې د طالبانو خلاف جگړه کې د هغوى د مانور ځوا ک ډېر کړي. دى وايي چې دا ددغه پلان لومړى پړاو دى.

د ولسواليو د مرکزونو د ساتلو لپاره د عسکرو د دومره خورولو تر پرېکړې وروسته د برتانيا پر زېرمو دروند فشار راغلى و او پرله پسې اکمالات يې غوښتل.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت