|
افغان حکومت: هلمند کې ١٩ طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي چې دهلمند په ولايت کې دافغان اوبرتانيوي ځواکونو دبريدونوپه ترڅ کې ١٩ تنه طالب جنگيالي وژل شوى دى . د هلمند دوالي مرستيال اميرمحمد اخوند زاده وايي چې ټول مړي ايتلافي ځوانو سره دى او ١٧ طالبان يي ژوندي هم نيولي دي . پدوى کې دپاکستانيانو په گډون بهرني اتباع هم شته . داجگړې چې دغرني بريد دلړي يوه برخه ده دولايت مرکز لشکرگاه ته نږدې روانه ده . په افغانستان اوپه ځانگړي ډول ددې هيواد په جنوب کې سږ کال تاوتريخوالى په زياتيدو شو اوسل گونه وژل شوى دى . دبى بى سي خبريال مارک دوميت له کابله رپوټ راکوي. له بل پلوه دايتلافي ځواکونووياند وويل چې دافغانستان په جنوب کې دامريکې ترمشرۍ لاندې ځواکونه خپلو دندو ته دوام ورکوي او دکندهار دښاردتيرې شپې غبرگوني بريد يې پرکار کومه اغيزه نه ده کړې. جگړن سکات لوندي زياته کړه چې دا بريدونه به يې کار زيانمن نه کړي اودوى به دامنيت ټينگښت او دې سيمې ته دپرمختيايې چارو په گړندي کولو کې مرسته وکړي.. دلته دطالبانو له جنگياليو اونشه يي توکوله سوداگرو سره دنښتو په تر څ کې سلگونه تنه وژل شوي دي. دپرونيو شان بريدونو په ترڅ کې سلگونه پوځيان اوزيات شمير ملکي وگړي هم وژل شوي دي تيره شپه يوه ځان مرگي خپل گاډى چې له چاوديدونکو موادو ډک و دکا ناډايانوله کاروان سره وجنگاوۀ. . څه کم يوساعت وروسته بل ځان مرگي همدې ځاى ته چې خلک اوژورنالستان دلومړنۍ پيښې دليدو لپاره راټول شوى وو ځان والوزاوۀ . دکندهار والي اسدالله خالد له خلکو وغوښتل چې حوصله وکړى اوپه حکومت خپل باور له لاسه ورنکړي. . پدې وروستيو کې ياغيان ځانمرگو بريدونو ته مخه کړې چې له عراق يې کاپي کړيدي. افغان حکومت اونړيوال ملگري يې وايي چې طالبانوته به ماتې ورکوي خوهرځل چې داشان بريدونه کيږي دخلکو شک هم ورسره زياتيږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||