BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:02 گرينويچ 2006 ,16 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پنځو کلو کې د هلمند تر ټولو ستر عمليات

هلمند
په لشکرگاه کې په گزمه بوخت برتانوي سرتيري په هيله دي چې که د هلمند نورې سيمې خوندي شي نو د بيا رغاونې چارې به پکې گړندي شي .
برتانوي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د طالبانو له ماتېدو راهيسې په پنځو کلو کې تر ټولو ستر پوځي يرغل پيل کړى دى.

سلگونو پوځيانو د سنگين ولسوالۍ بشپړ کنټرول ترلاسه کړچې شپږ برتانوي پوځيان پکې تېره مياشت وژل شوي وو.

دا عمليات د هغو تورونو په ترڅ کې ترسره کېږي چې وايي د برتانوي ځواکونو له خوا په غوښتل شوې هوايي بمبارۍ کې ښايي ولسي وگړي وژل شوي وي.

برتانوي ځواکونه شپه او ورځ په سنگين کې چې دا تېرې درې اوونۍ يې د هغې په ساتلو تېرې کړې وې، تر بريد لاندې وو. د هغوى پر گزمو غلچکي بريدونه کېدل.

طالبانو د سنگين ولسوالۍ د بازار او پخپله د ولسوالۍ ولکه په لاس کې درلوده، خو برتانوي ځواکونو د شنبې په ورځ په يرغل لاس پورې کړ.

له سپېده داغ مخکې اپاچي چورلکو د پاراشوټ فرقې د درې سوه سرتېرو د ورتگ لاره پرانسته چې د ښار ولکه تر گوتو کړي.

له دوى سره اوو سوو کاناډايي او امريکايي پوځيانو مرسته کوله. خبرونه وايي چې دوه اورپکي وژل شوي او دوه برتانوي سرتېري ټپيان شوي دي، خو ټپونه يې سخت نه دي.

تر اوسه چې د طالبانو د لاندې کولو لپاره عمليات لا روان دي، د ولسوالۍ په مرکز کې نسبتا" آرامي ده.

يو بل برتانوى سرتېرى په نوزاد ولسوالۍ ټپي شوى دى. نوزاد هغه ځاى دى چې سيمه ييزو خلکو په کې بي بي سي ته ويلي چې خورا گڼ شمېر ملکي وگړي هغه مهال ووژل شول چې برتانوي ځواکونو چې تر کلک بريد لاندې وو، د هوايي بمباريو غوښتنه وکړه.

په هلمند کې د برتانيا د گوزاريز ځواک قوماندان ډگرمن چارلي ناگز وايي:

" که چېرې کوم ولسي وگړى ټپي شوى او يا وژل شوى وي، دا خورا د ژورې خواشينۍ ځاى دى. خو که چېرې ولسي وگړي په داسې يوه ځاى کې ټول شوي وي چې طالبانو ترې د بريد لپاره کار اخيسته، دا به ماته عجيبه وبرېښي. خو که هلته دوى وي هم، نو هرومرو به د طالبانو ترڅنگ چې له موږ سره په جگړه بوخت وو، ولاړ وو."

يو ښوونځى هم ويجاړ شوى، خو ډگرمن ناگز وايي له هغه نه د هاوانو ډزې کېدې. ادعا شوې چې د وژل شويو ولسي وگړو شمېر به له لسو يا شلو نه تر سلو پورې وي.

خو تر اوسه ددې خبرې تاييد يا رد گران دى. برتانوي ځواکونه سيمې ته ددې لپاره ورغلي چې حکومت ته د خلکو د ملاتړ په لاسته وروړو کې مرسته وکړي. خو کله چې جگړه روانه وي، ددغه کار کول گرانېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت