|
ايتلافي ځواکونود هلمند پر نوزاد بمباري سمه وبلله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
برتانوي ځواکونو دا خبره رد کړه چې گوندې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يې څو ورځې د مخه د طالبانو د ويشتلولپاره له امريکاييانو نه د هوايي مرستې د غوښتنې له امله ډېر زيات زور کارولى دى. په نوزاد کې ولسي وگړو بي بي سي ته ويلي چې ښايي تر ٢٠٠ پورې وگړي هغه مهال چې درې خورا درانده بمونه پرې راوغورځول شول، وژل شوي وي، خو برتانوي ځواکونه وايي چې هېڅ ځايي ولسي وگړى نه دى وژل شوى. عيني شاهدان وايي چې يو ښوونځى هم لگېدلى، چې د برتانوي ځواکونو په وينا طالبانو د بريد لپاره کاراوه. ولسي وگړو وويل چې خورا ډېر شمېر خلک هغه مهال ووژل شول چې د ولسوالۍ پر بازار لږ تر لږه درې نيم خرواري بمونه راپرېوتل. دوکانونه او يو ښوونځى، چې برتانوي ځواکونه وايي طالبانو د هاوانو د ويشلو لپاره کاراوه، ويجاړ شول. خبرونه له ٢٥ نه تر ٢٠٠ تنو پورې د وژل کېدو خبره کوي. خو په اوسنۍ شېبه کې د دې خبرو دروغ – رېښتيا سپينول شوني نه دي، ځکه چې جگړې لاهم روانې دي. دا يوه مياشت کېږي چې برتانوي ځواکونه په نوزاد ولسوالۍ کې د حکومتي مرکزونو په ساتنه بوخت دي. خو برتانوي قوماندانان وايي پر دوى له دوو اوونيو راهيسې پرله پسې طالبان بريدونه کوي او هغه مهال نژدې وو چې دغه مرکز د طالبانو په لاس کېوزي چې بيا له امريکاييانو نه د هوايي مرستې غوښتنه وشوه. د هلمند د گوزاريز ځواک قوماندان ډگرمن چارلي ناگز وايي ولسي وگړو ته د اوښتې مرگ ژوبلې هېڅ نښه نشته او له داسې زور نه کار اخيستل د هغه د ځواکونو د دفاع لپاره ضروري وو. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||