BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:04 گرينويچ 2006 ,15 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بشري حقونو پر بمباريو اندېښنه ښوولې ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون
د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کميسيون د وسله والو طالبانو په لټه د پوځي عملياتو په مهال د ملکي وگړو دغه ډول مرگ ژوبله په کلکه غندلي ده .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کميسيون ددغه هيواد په سويل کې د ايتلافي ځواکونو د وروستيو هوايي بمباريو په ترڅ کې د ملکي وگړو په مرگ ژوبله سختي نيوکې کړي دي .

د کميسيون وياند احمد نادر نادري بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې پر دولت او نړيوالو ايتلافي ځواکونو غږ کړى چې د پوځي عملياتو په مهال له ډير دقت نه کار واخلي او د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي مخه ونيسي .

انديښنه هم دا ده چې د اورپکو خلاف عملياتو کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله د امنيت د راوستو په ځاى لا زياته پارونه رامينځ ته کولى شي .

د افغانستان په سويل کې د طالبانو په لټه د افغان او ايتلافي ځواکونو په روانو پوځي عملياتو کې په پرله پسې توگه ملکي وگړو ته وراوښتونکو تلفاتو د ځايي استوگنو او بشري حقونو د سازمانونو انديښنې له بل هر وخت نه ډيرې کړي دي .

په دې لړ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کميسيون هم د وسله والو طالبانو په لټه د پوځي عملياتو په مهال د ملکي وگړو دغه ډول مرگ ژوبله په کلکه غندلي ده .

د کميسيون وياند احمد نادر نادري پر دولت او ايتلافي ځواکونو غږ کړى چې د عملياتو په مهال له ډير دقت نه کار واخلي او تر بمباريو وړاندې دوى ته رسيدونکي اطلاعات کره کړي او سم او ناسم يې په دقت سره وتلي .

په دې کې د ملکي تلفاتو له اړخه تر ټولو وروستۍ او په عين حال کې له سختو نيوکو سره مخامخ پيښه د هلمند ولايت په نوزاد کې د ايتلافي ځواکونو هوايي بمبارۍ دي .

د بيلابيلو رپوټونو له مخې په دغو بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په گډون له ٢٥ نيولې تر ٢٠٠ پورې کسان وژل شوي دي .

په دغه سيمه کې برتانوي ځواکونه ميشت دي چې د اوس لپاره د امريکې په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې فعاليت کوي .

له دې سره سره چې په سيمه کې ميشت برتانوي ځواکونه او سيمه ييز افغان چارواکي په بمباريو کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله نه مني او بمباري شوې سيمه د طالبانو مورچې بولي ، خو رابرسيره کيدونکي شواهد اوس داسې دي چې د ملکي وگړو د تلفاتو له اړخه انديښنې وار په وار ډيروي .

داسې چې پخپله د ايتلافي ځواکونو سرچينې او د افغانستان د دفاع وزارت هم اوس په غوڅه ،په بمباريو کې د ملکي تلفاتو د ردولو پر ځاى وايي چې دوى هم د ملکي تلفاتو په اړه له خپريدونکو رپوټونو انديښمن دي او وروستۍ ژمنه يې دا ده چې په دې اړه به پلټنې کوي .

د هلمند تر دغو وروستيو بمباريو درې ورځې وړاندې د ارزگان په ولايت کې هم د ورته بمباريو په ترڅ کې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله واوښته چې دروند شور او ځوږ يې وپاراوه او ولسمشر کرزى يې د حقيقت د معلومولو لپاره سيمې ته د يوه حکومتي پلاوي پر استولو اړويست .

حکومت او ايتلافي ځواکونه بيا له خپل لورې د پړې گوته طالبانو ته نيسي . دوى وايي چې طالبان د بريدونو په مهال ملکي وگړي په يرغمل کې اخلي او د استوگنې سيمې د مورچو په توگه کاروي .

له لويه سره انديښنې دا دي چې که د عملياتوپه مهال د ملکي وگړو د تلفاتو مخه ونه نيول شي نو د امنيت او ثبات د راوستو هڅې د نا امنۍ په لا ډيريدو تماميدى شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت