BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 01:48 گرينويچ 2006 ,18 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند: طالبانو د دوه ولسواليو د نيولو ادعا کړې

طالب جنگيالي
برتانيوي ځواکونو په هلمند ولايت کې د هغو راپونو پلټنه پيل کړې چې وايي طالبانو د دوه ولسوا ليو کنترول په لاس کې اخستى
د افغانستان په جنوب د هلمند په ولايت کې برتانيوي ځواکونه د هغو رپورټونو پلټنه کوي چي وايي طالبانو د ولايت له مر کز لشکر گاه سره خوا کې د يوې ولسوالۍ مرکز نيولى دى .

له بل پلوه د اروزگان په ولايت کې طالبانو سره په نښته کې د ايتلاف ديوه سر تېرې وژل کيدو خبر ورکړل شوي . همدا راز د امريکا په مشرځ د ايتلاف له خوا په خبر پاڼه کې د ١١ تنو نور سر تېرو د ټپي کېدو خبر هم ړورکړل شوي خو تر دې دمه د وژل شوي او د ټپي شوو عسکرو هويت نده په ډاگه شوي

برتانيوي ځواکونه د هلمند ولايت د مهمو مرکزونو او دحکو متي ودانيو د ساتنې لپاره په شديدو جگړو اخته دي خو لدې سره بالمقابل طالبان يې د لاندې کول لپاره جدې هڅې کوي .

اوس د سيمې خلک وايي چې طالبانو د ناوې په ولسوالۍ کې د حکو مت ودانۍ نيولې او ورسره يې د ښار کنترول هم په لاس کې اخستى.دغه ولسوالي لشکر گاه نه چې د برتانيوي ځواکونو د عملياتو مر کز پکې دي يو څوميله واټن لري

د يکشنبې په ورځ د هلمند ولايت د پوليسو مشر ومنله چې د هلمند ولايت د گرمسير د ولسوالۍ کنترول يې هم له لاسه وتي دى . په هلمند ولايت کې ميشتو برتانيوي ځواکونه له وړاندې نه ددغه ولايت نورو سيمو ته او په هغو کې د حکو متي ودانيو د ساتنې لپاره خپل امکانات خواره کړي

همدا دليل وه چې په افغانستان کې د برتانيوي ځواکونو قومندانۍ له خپل حکو مت نه د نورو زياتو سر تېرو او وسائيلو غوښتنه وکړه . او په ځواب کې يې د برتانيې حکو مت هم د افغانستان جنوب د هلمند ولايت ته د نورو ٩٠٠ عسکرو داستولو ۍژمنه وکړه چې ډير زر به نوموړي هيواد ته ورسيږي .

اوس په هلمند ولايت کې شديده جگړه روانه ده . خو حکومت د هلمند په ولايت کې دامنيت د رواوستو په خاطر دجگړې تر څنگ په ولايت کې د ښې ادارې او د پرمختيا او انکشاف د کارونو رامنځ ته کولو ته هم اړتيا لر ي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت