|
د هلمند چاودنې ١٥ ماشومان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هلمند د ناکراره ولايت په مرکز لشکرگاه کې نن ( د وږي ٦ د اگست ٢٨ ) ټکنده غرمه د يوۀ ځانمرگي بريد له امله ١٧ کسان وژل شوي او ٤٧ نور ټپيان شوي دي . له گڼې گوڼې ډک بازار کې شوې دغې چاودنې ډير ماشومان وژلي دي . د هلمند ولايت چارواکي وايي په وژل شويو کې ١٥ ماشومان دي . د ٤٧ ټپيانو له ډلې څخه د شپږو حالت ښه نه دى . د طالبانو په استازيتوب يوۀ کس خبري رسنيو ته ويلي چې دغه چاودنه د دوى له خوا شوې وه . وسله وال طالبان ادعا کوي چې دا ځانمرگى بريد نه و بلکې د دوى له خوا ځاى پر ځاى شوى بم و چې له ليرې د ريموټ کنټرول په مټ وچوول شو . طالبانو ويلي چې دوى د ډاکټر نجيب د واکمنۍ په ورځو شپو کې د هلمند ولايت د امنيت ساتونکى جنرال خان محمد په نخښه کړى چې د دوى په وينا يې هغۀ او د هغۀ شپږ نور ملگري وژلي دي . خو د لشکرگاه په روغتون کې د نژدې ٥٠ کسه ټپيانو ډيره برخه د ملکي کسانو وه . چارواکو ويل چې په وژل شويو کې يوازې دوه کسه بالغان وو نور يې ټول له پنځه کلنۍ تر ١٢ کلنۍ پورې واړۀ ماشومان وو . هلمند د افغانستان يو له ناکرارو ولايتونو څخه گڼل کيږي خو ځانمرگي بريدونه پکې د گاونډي ولايت کندهار په پرتله خورا لږ شوي دي . څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د کندهار ولايت د پنجوايي په ولسوالۍ کې هم له گڼې گوڼې ډک بازار کې ځانمرگى بريد شوى و چې ٢١ ملکي کسان يې ووژل . | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار کې ځانمرگې بريد ٢١ ملکي کسان ووژل03 اگست, 2006 | خبرونه ځانمرگي بريد کندهار کې يو ملکي کس وواژۀ22 اگست, 2006 | خبرونه ميرويس افغان: ما مرگ په سترگو وليد23 جولاى, 2006 | خبرونه د کابل په شمال کې د ايتلاف په ځواکونو ځانمرگي بريد26 جون, 2006 | خبرونه د کندهار په ځانمرگي بريد کې يو تن ووژل شو 21 جون, 2006 | خبرونه د هرات ځانمرگي بريد درې کسان ووژل08 اپريل, 2006 | خبرونه په هلمندکې ځانمرگي بريد دوه امريکايان ژوبل کړل07 اپريل, 2006 | خبرونه بلخ کې يو بهرنى دځانمرگي بريد په تور نيول شوى06 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||