 | | | ځانمرگي بريد |
په کندهار ښار کې په يوه ځانمرگي بريد کې يوتن وژل شوى او اوه تنه نور ټپيان شوي دي . بمب په يوه موټړ کې ځاى پر ځاى شوي وه او موخه هم د نړيوالو ځواکونو يو کاروانه وه . د تپي شوو کسانو په ډله کې يو پوليس هم شا مل دى د کندهار د والي وياند داود احمدي چې د پيښې پخلى يې کړي د ټپي شوو په ډ له کې ديوه روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بللى . په دغه پيښه کې چې د کندهار په اومه ناحيه کې په ځاىي وخت د شپې په تقريبا اتو بجو وشوه په خپله بريد کوونکي وژل شوي او گاډى يې په بشپړه توگه ويجاړ شوى . دقاري يوسف په نوم يو تن چې ځان دطالبانو وياند ښيي د پيښې مسوليت يې اخستي او وايي موخه يې نړيوال ځواکونه وه . په تيره يوه مياشت کې په کندهار کې دا دريم ځانمرگي بريدي چې تر سره کيږي همدا راز په دغه موده کې په نوموړي ښار کي د سړ ک د غاړي پنځه بمي چاودنې هم شوي دي |