BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:09 گرينويچ 2006 ,07 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمندکې ځانمرگي بريد دوه امريکايان ژوبل کړل
په هلمند کې په دا وروستو کې د بريدونو کچه ډېره شوې ده
په بريد کې دوه امريکايي سرتيري سرسري ټپيان شوي دي
د افغانستان له سويل څخه رارسېدلي رپورټونه وايي چې د هلمند ولايت په مرکز، لښکرگاه، يو ځانمرگى موټر بم چاودلى او رپوټونه وايي چې اصلي نښه په ښار کې د امريکايي ځواکونو اډه وه.

ويل کېږي چې پخپله بم چوونکى وژل شوى او دوه امريکايي سرتيري سرسري ټپيان شوي دي.

بريد پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې دوه زره برتانوي سرتيري د افغانستان کړکېچنو سيمو ته دناټو ځواکونو د غزېدو په لړ کې هلمند ته واستول شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت