BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:50 گرينويچ 2006 ,23 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ميرويس افغان: ما مرگ په سترگو وليد

ځانمرگي بريدونه
د کندهار ولايت په پرونيو دوه ځانمرگي بريدونو کې دوه کا نادايي سر تېري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي
پرون د کندهار ښار دوه پرله پسي بمي بريدونو ولړزاوه دغه دوه ځانمرګي بريدونه د نيم ساعت په توپير او د شاوخوا د ١٥٠ مترو په واټن کې ترسره شول.

لومړى بريدكوونكي خپل د سپرلۍ موټر د كاناډايي ځواكونو له كاروان سره وجنګاوه او كاناډايي سرتيروته يي پراخه مرګ ژوبله ورواړه وله.

د پيښي په ځاى كي ولاړوځايى پوليسو د يوه ملكي كس مړينه او د شپږو نورو ټپي كيدل تاييد كړل.

بريد د كندهار ښار په جنوب كې د ميرويس نيكه زيارت ته څيرمه د كندهار هرات پرلويه لاره ترسره شوو.

د پيښې سمدستي وروسته سيمه نړيو الو ځواكونو او ځايي پوليسو په خپله ولكه كي واخيسته او هيچاته يي د پيښې ځاي ته دورتګ اجازه نه وركوله

نړيوالو ځواكونو خپل وژل شوي او ژوبل شوي سرتيري د پوځي چورلكې په وسيله د كندهار هوايي ډګر ته وليدول.

په كندهار كې د نړيوالو ايتلاف پوځي وياندې جولي بي بي سي ته وويل چې په پيښه كي ئي دوه سرتيري وژل شوي او اته نوريې ژوبل دي ، د نړيوال ايتلاف اته ژوبل شوي سرتيري د كندهار په هوايي ډګر كې تردرملني لاندې دي.

د لومړي بريد ترپلټنو وروسته چې نړيوال سرتيري د كندهار د ښارپرلور وخوځيدل د ملكي كسانو په مينځ كي ولاړ يوه كس يې پرموټرو ورمنډه كړي كاروان ته تررسيدو وړاندې يې ځان والوزاوه او پراخه مرګ ژوبله يي رامنځ ته کړه .

دغه ځانمرګي بريد ما( د بي بي سي خبريال ميرويس افغان ) ته يوازې د يو څو متروپه واټن کې ترسره شوو ، پرمځكه تر لويدو وروسته چه مي سرراپورته كړ شاوخوا په لسګونو كسان مړه اوټپيان ترسترګو كيدل.

زه نه پوهيدم چې زه ژوبل او كه روغ يم خو پخوا كې پروت ژوبل كس ډير په تكليف ښكاريده .

د سړك په خواكې د نړيوال ايتلاف پوځي موټر ته نيژدې د انساني د بدن له يوې برخې څخه نرى شين لوګى پورته كيده چې ښايي همدغه به د ځانمرګي بريد كوونكي د بدن پاته برخه وه .

د خلكو ژړا چيغي او د كاناډائي ځواكونو نارې مي د لانوري وارختايي سبب وګرزيدې ځينو كسانو د پيښې قربانيان په خپلو ځاني موټرو كې روغتونونو ته رسول او ځيني سربيرن ټپيانو پخپله د پيښې له ځاى څخه ځغا ستل.

له دغه دوهم ځانمرګي بريد څخه كاناډايي سرتيري روغ رمټ ووتل خو د ملكي خلكو مرګ ژوبله لا اوس هم پوره روښانه نه ده.

چارواكي د لسو ملكي كسانو مړينه او د ٢٥ ټپي كيدل تاييده وي .

د كندهار والي اسدالله خالد پيښه د هيواد او سولي د دښمنانو كاروباله اوزياته ئي كړه چه د ملكي وګړو مرګ ژوبله پر ولس تيري دي ښاغلي

خالد له ولس څخه وغوښتل چه د ورته پيښو د مخ نيوي لپاره دي د دولت ملاتړ وكړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت