|
ځانمرگي بريد کندهار کې يو ملکي کس وواژۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دځان مرګي بريد سيمه نړيوالو ځواكونو په خپله ولكه كې اخستې وه اوخبريالانو ته يې اجازه نه وركوله چې د پېښې ځاى ته نژدې ورشي. د ايساف سرتېرو پر خبريالانو هوايي ډزي وكړې او هڅه يې كوله چې دم ګړۍ د دغه ځانمرګه بريد مرګ _ ژوبله پټه وساتي. د ځانمرګه بريد كوونكي د چاودل شوي موټر ټوټې له ورايه ښكارېدې او د ايساف د ځواكونو پر پوځي موټر سرې لمبې بلي وې . تورو لوګيو سيمه پرسر اخيستې وه، دسوځېدلي موټر له منځ څخه په پرله پسې توګه د سپكو او درنو مرميو د چاودلو ډزې اورېدل كېدې. نړيوال سرتېري خورا وارخطاوو،ځانمرګى بريددكندهار ښار په شمال كې د قوماندو پرسړك د ولايتي بيارغونې يا PRT دفتر ته يوازې د يو څو سوو مترو په واټن كې ترسره شو. له پېښې سملاسي وروسته طالبانو د دغه بريد پړه ومنله او ويې ويل چې ځانمرګه بريد كوونكى افغان وو. قاري يوسف چې ځان د طالبانو وياند راښيي بي بي سي ته وويل چې په بريد كې د ايساف ځواكونو ته خورا ډېره مرګ ــ ژوبله وراړولې ده، خو دكندهار په هوايي ډګر كې د ناټو د ځواكونو يوه پوځي وياند جګړن لونډي بيا په دغه ځانمرګه بريد كې يوازې د څلورو كسانو ټپي كېدل تاييده وي او وايي چې د ژوبل شويو كسانو درملنه دكندهار په هوايي ډګر كې روانه ده . د عيني شاهدانو په وينا يو ملکي کس هم په دغۀ بريد کې وژل شوى دى . هاخوا د يوه بل پوځي وياندجګړن ايننس په خبره چې تېره شپه يې د وسله والو طالبانو په يوه بريد كې دوه پوځيان نور ژوبل شوي وو،دغه وسله وال بريد دكندهار په ناارامه ولسوالي پنجوايي كې پر كاناډايي سرتېرو شوى دى . طالبان دعوه كوي چې په بريد كې د ناټود ځواكونو مرګ ــ ژوبله ډېره ده، خو د ناټو چارواكي د طالبانو خبره ردوي او وايي چې دوې ورځې وړاندي د دوى په وينا طالبانو په پنجوايي ولسوالي كې سخته ماتې خوړلې ده. دوې ورځي وړاندې په پنجوايي ولسوالي كې د سختو بمباريو او تودې جګړې له كبله طالبانو ته درنه مرګ ــ ژوبله ورواوښته ځايي چارواكو د وژل شويو وسله والو طالبانو شمېره له ١٠٠ تنو لوړه بلله خو طالبانو يوازې دخپلو ١٢ ملګرو وژل كېدل او د اتو نورو ټپي كېدل تاييد . | ورسره تړلي نور خبرونه چارواکو د طالبانو مړي سپين ږيرو ته وسپارل21 اگست, 2006 | خبرونه کندهار کې څه د پاسه ٧٠ طالبان وژل شوي20 اگست, 2006 | خبرونه ٦ کانادايي سرتيري په کندهار کې ټپيان شوي17 اگست, 2006 | خبرونه والي: پاکستان عادي افغانان راسپارلي18 اگست, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||