|
والي: پاکستان عادي افغانان راسپارلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه ٥٧ كسان چې ډيره برخه يې د افغانستان د شمالي ولايتونو اوسيدونكي وه د خوشي كيدو پرمهال خورا خوشحاله ښكاريدل . دغه كسان دوه اوونۍ وړاندې د پاكستاني چارواكو له لورې په دې تور نيول شوي وه چې ګواكې دوى طالبان دي خو د دغو كسانو د خوشي كيدو خبرې غونډې ته د كندهار والي اسدالله خالد وويل چې د پاكستاني چارواكو له لورې ورسپارل شوي كسان عام افغانان دي او د ده په خبره له طالبانو سره هيڅ ډول تړاو نه لري. د كندهار والي وويل چې دغه كسان په بلوچستان ايالات كې نيول شوي وه.دى وايې : (( نيول شوي كسان ټول عام افغانان دي او د طالبانوسره هيڅ ډول تړاو نه لري دوى موږ ته دوه اوونۍ وړاندې پاكستاني چارواكو راوسپارل تر پلټنو ګرويږنو وروسته داثابته شوه چې په دوى كې يو هم طالب نه وه خو ٣٣ كسان نور تيره ورځ موږ پاكستاني چارواكو راسپارلي دي چې د هغوى ډيره برخه اوس هم داسې ښكاري لكه چې طالبان دي، بيا هم زموږ تر پلټنو وروسته به هغه كسان خوشي شي چې بې ګناه وي )) د اسدالله خالد په خبره چې د ډيرى وسلوالو طالبانو درملنه په ګاونډي هيواد پاكستان كې كيږي او پرون هم د ده په وينا پاكستاني چارواكو يو شمير طالبان نيولي دي چې لوړ پوړي كسان هم پكې شامل دي . خو د كندهار والي يې د لوړ پوړو كسانو نومونه وانه خيستل په دغه خبرې غونډه كې د سويل لويديځو ولايتونولپاره د بشر د حقوقو د خپلواك سازمان مشر عبدالقادر نورزى هم حاضر وه چې د خپل سازمان په نماينده ګي يې د افغان دولت څخه د دغو كسانو د خوشي كيدو په لړ كې مننه وكړه . ده وويل چې افغان چارواكي او د بشر د حقوقو سازمان ډير ژر دې نتيجې ته ورسيدل چې دغه بې ګناه كسان خوشي كړي . علم ګل يو د دغو زندانيانو له جملې څخه وه چې د پاكستاني پوليسو له چلند څخه يې سرټكاوه ده وويل چې څه دپاسه يوه مياشت وړاندې يې پاكستاني پوليسو د بلوچستان ايالات په چمن ښارګوټي كې په داسې حال كې ونيوۀ چې د ده په خبره خپله مور يې د درملنې په موخه كوټې ته بيوله. دغه خوشي شوي زنداني تور ولګاوۀ چې پاكستاني پوليسو يې نغدي پيسې او ځينې قيمتي شيان ترينه وړي دي. دغه كسان په داسې حال كې افغان چارواكو خوشي كړل چې تيره ورځ د افغانستان يو لوړ پوړي استخباراتي چارواكي امرالله صالح پاكستان په لومړي ځل په دې تورن كړ چې د طالبانو اداري جوړښت له هم هغه ځايه كيږي ، مالي سرچينې يې هلته دي او پاكستان د ده په خبره د طالبانو د يوې اډې بڼه غوره كړى ده . د افغانستان د استخباراتو عمومي مشر امرالله صالح دا هم وويل تر هغو د ده په خبره دښمن ته ماتې نه شي وركولى چې جګړه د پولې ها خوا وانه ړوي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||