|
کندهار کې څه د پاسه ٧٠ طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پنجوايي دكندهار هغه ولسوالي ده چې له تېرو پنځو مياشتو راپه دې خوا دسختو جګړو بمباريو او چاودنو شاهده وه. هلته دولت او نړيالو پوځونو په وارو_ وارو له وسله والو طالبانو سره سختي نښې کړي او تر دامهاله يې په بشپړه توګه دغه ولسوالي ترخپلې ولكې لاندي نه ده راوستلې . دپنجوايي ولسوالۍ ډېرې برخې اوس هم د طالبانو په ولكه كې دي او هلته وسله وال طالبان واكمن دي. له دغې سيمې څخه نژدې هره ورځ دجنګ جګړو راپورونه ترلاسه كېږي خو په وروستۍ نښته كې افغان چارواكي د وسله والوطالبانو مرګ _ ژوبله خورا ډېره بولي. چارواكي وايي چې تېره شپه دطالبانو له لوري پر پنجوايي ولسوالۍ بريد وشو او له نيمې شپې نه تر سهاره جګړه روانه وه. قاري يوسف چې دطالبانو وياند بلل كېږي يوازې دومره مني چې په جګړه او د ايساف دځواكونو په بمباريو كې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل دي . دى ادعا كوي چې دپنجوايي ولسوالۍ درې امنيتي پوستې اوس هم له طالبانو سره دي او دقاري يوسف په خبره د تېرې شپې د جګړې پرمهال يې ٣٠ نړيوال او ځايي عسكر وژلي او پو ځي موټرو ته يې زيان وراړولى دى . خو د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي د قاري يوسف خبرې رد كړې او ويې ويل چې د تېري شپې د جګړې په ترڅ كې ٧٢ وسله وال طالبان وژل شوي او د ده په خبره ګڼ نور ژوبل دي. ښاغلى سرحدي مني چې دجګړې په اوږدو كې يې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي خو يوۀ بل پوليس افسر چې د خپل نوم له اخيستلو يې ډډه كوله دا هم وويل چې د پوليسو درې سرتېري تر دا مهاله تري تم دي . د كندهار په هوايي ډګر كې د ايساف د ځواكونو پوځي وياند جګړن اينس هم په پنجوايي ولسوالۍ كې د طالبانو د وژل شويو كسانو شمېره له ٦٠ څخه تر ٧٠ كسان يادوي او وايي چې د طالبانو په خلاف دغه عمليات د ايساف دځواكونو،ملي پوځ اوپوليسو له لوري تېر مازديګر پيل شول او تر نن سهاره يې دوام وكړ. كندهار ته څېرمه د اروزګان له چارچينو ولسوالۍ څخه هم وسله والو طالبانو د سختې جګړې خبر وركړ. طالبان وايي چې په چارچينو ولسوالۍ كې يې تر ١٠ زيات نړيوال او افغان امنيتي ساتونكي وژلي دي خو داخبره لاتر اوسه دولتي سرچينو نه ده تاييد كړې. په سويل لويديځو ولايتو نو كې وروستى تاوتريخوالى په داسې حال كې راپېښ شوى چې پرون هم په اروزګان كې يو او په كونړ كې درې نړيوال سرتېري وژل شوي وو. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||