|
چارواکو د طالبانو مړي سپين ږيرو ته وسپارل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پنجوايي ولسوالۍ كې ځايي خلكو ته د هغو طالبانو مړي ورسپارل كيږي چې پرون د عملياتو او بمباريو په ترڅ كې وژل شوي وه . ځيني چارواكې چې د خپل نوم له اخيستلو څخه ډډه كوي اوس د دغو وژل شويو كسانو شميره له سلو څخه زياته بولي . تيره ورځ افغان چارواكو او نړيوالو ځواكونو وويل چې په پنجوايي ولسوالۍ كې يې ٧٢ وسلوال طالبان وژلي دي. سيمه ييزو سپين ږيرو د طالبانو په استازيتوب د دغو مړيو يوه برخه له چارواكو څخه ترلاسه كړې ده . له سيمې څخه رپوټونه وايي چې طالبانو ته دغه مرګ _ ژوبله په هوايي بريدونو كې اوښتې او د پاشمول په سيمه كې درې كورونه په ټوليزه توګه بمبار شوي دي . كه څه هم افغان چارواكې وژل شوي كسان ټول طالبان بولي خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف وويل چې د پرون شپې په بمباريو او جنګ جګړو كې يوازي ١٢ طالبان وژل شوي او د ده په وينا اته نور ژوبل دي . قاري يوسف په سيمه كې د وژل شويو كسانو زياته شميره ملكي وګړي بولي او دعوه كوي چې تر طالبانو د دولت او نړيوالو ځواكونو مرګ _ ژوبله زياته ده خو افغان چارواكو تر دا مهاله د پنجوايي ولسوالۍ د جګړې په ترڅ كې د څلورو پوليسو او يوه ملي پوځي وژنه او د څلورو نورو پوليسو ټپي كيدل تاييدوي. پنجوايي له تيرو پنځو مياشتو را په دې خوا د كندهار تر ټولو نارامه سيمه بلل كيده او تل به يې جنگي راپورنه تر نورو ولسواليو ډېر وو، خو نن دغه سيمه ظاهرآ ارامه ده ولې د شاوخوا نورو سيمو څخه د څه ناڅه تاوتريخوالي رپورټونه ترلاسه شوي دي . د هلمند په ګريشك ولسوالۍ كې طالبان د څلورو پوليسو د وژل كيدو او درو نورو د ژوندي نيول كيدو خبر وركوي . دوى وايې چې امنيتي پوليس يې په يوه ناببره بريد كې وژلي دي، بلي خوا ته د همدغه ولايت د مرجې ولسوالۍ څخه رپورټونه وايې چې په يوه چاودنه كې درې پوليس سرتيري وژل شوي دي . چارواكو هم د همدغي چاودنې پخلى كړى دى. دكندهار په ګاونډ زابل كې هم طالبان ادعا كوي چې په شهر صفا ولسوالۍ كې يې د پوليسو دوه موټر سوځلي ،او له شاجوى ولسوالۍ څخه بيا طالبان وايي چې دروغتيا د وزارت يو لوړ پوړى چارواكى يې برمته كړى خود وروستيو پېښو پخلى لا تر دا مهاله آزادو سرچينو او افغان چارواکو نه دى کړى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||