BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:09 گرينويچ 2006 ,17 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٦ کانادايي سرتيري په کندهار کې ټپيان شوي

کندهار
د طالبانو د واكمنۍ تر ړنګيدو وروسته په لومړي ځل پر نړيوالو ځواكونو باندې د هاوان د بريد پخلى كيږي
د هاوانونو په دغه بريد كې تر دا مهاله د آيساف د شپږو سرتيرو ټپي كيدل تاييد شوي دي .

دغه بريد د كندهار په سويل لويديځه ولسوالۍ پنجوايي كې په نړيوالو سرتيرو وشوو ،تر بريد سملاسي وروسته وړمه شپه پر نړيوال آيساف باندې د هاوانونو د بريد خبر لومړى طالبانو وركړ.

وسلوالو طالبانو ادعا وكړه چې د هاوانونو په دغه بريد كې نړيوالو سرتيرو ته پراخه مرګ ژوبله وراړولې ده خو نړيوالو ځواكونو د طالبانو دغه خبره رد كړه او ويې وويل چې د هاوانونو بريد په پنجوايي ولسوالۍ كې د كاناډايې ځواكونو پر پوځي اډه شوي او شپږ سرتيري يې ټپيان كړي دي .

د دغه پوځي وياند په خبره د ټپي شويو عسكرو روغتيايي حالات د ډاډ وړ دي يو كس يې له روغتون څخه وتلى او د پنځو كسانو درملنه يې د كندهار په هوايي ډګر كې کيږي.

د يادولو وړ ده چې د طالبانو د واكمنۍ تر ړنګيدو وروسته په لومړي ځل پر نړيوالو ځواكونو باندې د هاوان د بريد پخلى كيږي تردې وړاندې په سويل لويديځو ولايتونو كې څو څو ځله پر نړيوالو ځواكونو د توغنديو د بريدونو پخلى شوى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت