BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:11 گرينويچ 2006 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل په شمال کې د ايتلاف په ځواکونو ځانمرگي بريد
افغان
په دغه پيښه کې په خپله بريد کونکى وژل شوي
افغان چارواکي وايي د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په يوه کاروان باندې د کا بل په شمال کې ځانمرگي بريد شوى . د چارواکو په وينا دغه بريد د کابل په شمال د بگرام هوايي ډگر سره نزدې تر سره شوى.

په دغه پيښه کې په خپله بريد کونکى وژل شوي او دوه نور ماشو مان ټپيان شوي دي ، خو د ايتلاف ځواکونو ته ورنه زيان ندى رسيدلى.

د محمد حنيف په نوم يو تن چې ځان دطالبانو وياند ښيې وايي دغه بريد د طالبانو له خوا تر سره شوي دا په تېره نزدې يوه مياشت کې لو مړى ځل دى چې د کابل ولايت په مربوطاتو کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف په ځواکونو ځانمرگى بريد کيږي .

د طالبانو لپاره دغه وياند، د بگرام هوايي ډگر سره شوى ځانمرگي بريد په کابل کې د مې د مياشتې د ٢٩ نيټې ټرافيکي پيښې سره غوټه کړى

چې په هغه کې لږ تر لږه ٢٠ تنه ووژل شول او د محمد حنيف د داعا له مخې پدغو شل تنو کې د ننځ ځانمرگي بريد کوونکي دوه ورونه هم شا مل وو ، او وايي دغه بريد يې د هغو د انتقام د اخستو په موخه کړى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت