 | | | هرات د افغانستان په لويدځ کې له اېران سره گډه پوله لري. |
په هرات کې ځانمرگي بم بريدکوونکي خپل موټر د هرات ښار په مرکز کې داټاليې د ولايتي بيا رغونې د ډلې له اډې سره بهر وچاودى. په دې پېښه کې يو افغان پوليس او دوه لارويان وژل شوي او نژدې ٧ نور ژوبل دي. د افغانستان په لويديځ کې د هرات په ولايت کې دغه ځانمرگى بريد تر هغه يوه ورځ وروسته تر سره شوى چې کله د جمعې په ورځ په هلمند ولايت کې د برتانيا او امريکا له پوځي اډې سره ورته بريد وشو چې دوه امريکايي سرتېري پکې ژوبل شوي وو. هرات د افغانستان په لويدځ کې له اېران سره گډه پوله لري. چاودنه نن سهار د ځايي وخت پر اته نيمو بجو وشوه. په دې بريد کې يو اټالوى ملکي وگړى، چې په دې اډه کې يې کار کاوه، ژوبل شوى دى. د پوليسو چارواکو بي بي سي ته وويل چې د طالبانو او القاعدې اورپکي په دې پېښه کې لاس لري. د افغانستان د نورو سيمو په پرتله په هرات کې امنيتي حالت ښه گڼل کېږي خو په نوموړي ولايت کې تېر کال څلور اټالوي سرتېري د گزمې پر وخت په يوه بريد کې ژوبل شوى وو،او په دا وروستو کې هلته يو لړ بمي چاودنې هم شوې دي.
|