BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:18 گرينويچ 2006 ,03 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ځانمرگې بريد ٢١ ملکي کسان ووژل

د کندهار چاودنه
افغان چارواکي وايي (( ترهگر )) په لوى لاس ملکي کسان په نخښه کوي .
د چارواکو په وينا ددې بريد له امله چې گڼ کسان ژوبل شوي هم دي، چاودېدونکي مواد يو موټر کې ځاى په ځاى شوي وو.

بريد د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې يو مارکيت کې ترسره شوى دى، قربانيانو کې کوچنيان هم شامل دي. وړاندې دد کندهار امنيه قومندان وويلي چې بريد موخه د ناټو پوځيان وو خو پرځاى يي ملکى خلک ووژل شول.

پدى بريد کې د ٢١ کسانو د وژل کيدوسره ١٣ تنه ټپيان شوي هم دى. دا بريد په داسى حال کې تر سره کيږې چې ددي اوونۍ په پيل کې ناټو ته ددې سيمى د عملياتو قومنده د امريکا د ايتلافى ځواکونو څخه ورسپارل شوه ده.

دغه سيمه د طالبانو غښتلى مرکز بلل کيږى خو ويل کيږى چې په تيرو څو مياشتو کې لوى شمير کې طالبان دلته وژل شوي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت