|
بلخ کې يو بهرنى دځانمرگي بريد په تور نيول شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
والي عطا محمد نور دغه نيول شوى شكمن اورپكى د كروميايا په نامه راوپيژانده او وې ويل چې له ورسره اسنادو څخه يې څرګنديږي چې د افريقا دوچې د مالي د هيواد وګړى دى . له خبري ناستې څخه لږ وړاندې خبريالانو ته يو تور چرمي واسكټ وروښودل شو چې د چارواكو په وينا چاوديدونكي توكي په كې ځاى په ځاى شوي وو . د بلخ والي وويل چې دغه واسكټ همدې اورپكي اغوستى وو. ده زياته كړه چې د وژلو هڅه يې د ځانمرګي بريد له لارې كېده خود استخباراتو د هلو ځلو په پايله كې ناكامه شوه .ښاغلي نور وويل . ((دى د يو څه وخت راهيسې په دې هڅه كې وو چې ځانمرګى بريد زما په وړاندې تر سره كړي .نن لس بجې يې زما د لېدو ژمنه له ما اخيستې وه .دا بهير استخباراتو څارلى وو . له ما يې وغوښتل چې له دغه سړي سره چې ته غواړي وګورې ، زمونږ څار لاندې دى او دى غواړي چې ځانمرګى بريد وكړي .مونږ دا سړى نيسو ، ما يې هم له نيولو سره هوكړه وكړه .لس بجې چې كله نوموړى زما دفتر ته راغى . زما د دفتر د دروازې په وړاندې له چاوديدونكو توكو سره ونيول شو .ټول ځانمرګي توكي ورسره ول . دا يې ځان پورې د يو واسكټ له لارې داسې تړلي وو چې هم د ګرځنده ټليفون له لارې او هم له نږدې چاوديدل .)) په دې خبرې ناسته كې د بلخ والي دا هم وويل چې دغه شكمن اورپكى د ايران له لارې افغانستان ته راننوتلى دى خو زياته يې كړه چې دا په دې مانا نه ده چې تر شا به يې د ايران لاس وي . ده ټينګار وكړچې د وژلو هڅه يې ځكه وشوه چې د سيمې د امنيت په ټنګښت كې يې ونډه بېسارې ده. ښاغلي نوروويل چې نيول شوي سړي د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور له وزارت څخه يو څه چې ده جواز ليك وباله درلود او د نړيوالو سوله ساتو سرتيرويو ه پيژند پاڼه يا كارټ يې هم په غاړه كې وو . د بلخ والي وويل چې شكمن ځانمرګى بريد كونكي په دې پلمه د مزار شريف د ښار په يو ماركيټ كې يوه خونه په كرايه نيولې وه چې ځوانانو او ماشومانو ته د كمپيوټر وړيا زده كړې وركوي .ده انديښنه وښوده چې القاعده اوس د نادولتي مرستندويه ټولنو له لارې خپلې موخې پرمخ بيايي | ورسره تړلي نور خبرونه په مزارشريف کې سويډنى سرتيرى ومړ26 نومبر, 2005 | خبرونه په مزار شريف کې بيا پر سوله ساتو ځواکونو بريد وشو25 نومبر, 2005 | خبرونه په مزار شريف کې پر برتانيوي سرتيرو بريد وشو 29 اکتوبر, 2005 | خبرونه د مزار په بريد کې يو برتانوى وژل شوى دى29 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||