BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:09 گرينويچ 2005 ,29 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په مزار شريف کې پر برتانيوي سرتيرو بريد وشو
مزار شريف
د طالبانو له نسکوريدو راهيسته دا پر نړيوالو سوله ساتو ځواکونو باندې لومړنى بريد دى چې په مزار شريف کې ترسره کيږي .
د افغانستان د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې يوۀ وسله وال کس پر برتانيوي سرتيرو ډزې کړې دي چې څلور تنه سرتيري پکې ټپيان شوي دي .

دغه بريد د مزار شريف په زړۀ کې هغه وخت ترسره شو چې سوله ساتي برتانيوي سرتيري پر گزمې بوخت وو .

دا لومړى ځل دى چې په مزار شريف او يا له لويه سره د افغانستان په شمال کې پر سوله ساتو نړيوالو ځواکونو دغه ډول بريد کيږي .

د بلخ ولايت پوليس وايي بريد کوونکى او له هغۀ سره په تړاو يې درې تنه نور نيولي دي .

پوليس وايي لا تر اوسه نه پوهيږي چې دغه کس څوک دى او ولې يې دغه بريد کړى و خو دا يې څرگنده کړې ده چې بريد کوونکي د پاکستان په يوې مدرسې کې پخوا زده کړې کړې وې .

ټپي شوي برتانيوي سرتيري روغتون ته رسول شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت