BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:07 گرينويچ 2005 ,29 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مزار په بريد کې يو برتانوى وژل شوى دى
بلخ
د بلخ په ولايت کې په سلگونو برتانوي سرتيري د امنيت تينگولو په برخه کې مرسته کوي .
د برتانيا د دفاع وزارت وايي په هغۀ بريد کې چې نن د افغانستان د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د دوى په سرتيرو وشو يو برتانيوى سرتيرى وژل شوى او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي .

تر دې وړاندې لومړنيو رپورټونو ښووله چې د يوۀ وسله وال کس له خوا په ترسره شوي بريد کې څلور سرتيري ټپيان شوي دي .

دا د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو پر ضد د خپل ډول لومړنى بريد دى .

د بلخ ولايت پوليس وايي دوى بريد کوونکى نيولى دى او اوس ورڅخه پوښتنې گروېږنې روانې دي .

په يوۀ بل خبر کې په افغانستان کې د امريکا د پوځ قومانده وايي د خپل يوۀ سرتيري د وژلو خبر ورکوي .

په يوۀ بيان کې ويل شوي چې د دوى سرتيرى د افغانستان په ختيځ کې ټپي شوى و خو د باگرام په هوايي اډې کې يې چې د درملنې لپاره وروستل شوى و ساه ورکړه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت