|
په مزارشريف کې سويډنى سرتيرى ومړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال کې د له امنيت سره د ملاتړ نړيوالو ځواکونو منلې چې په بلخ ولايت کې له هغو څلورو سرتيرو يو تن وژل شوى چې پرون په يوۀ بمي بريد کې ټپيان شوي وو . په پاتې دريو ټپيانو کې د دوو تنو درملنه د ازبکستان په يوۀ روغتون کې کيږي او دريم کس يې کابل ته رسول شوى دى . د افغانستان د بلخ والي عطا محمد نور وايي دا بريد د دۀ په وينا د افغانستان د دښمنانانو له خوا شوى دى . ښاغلي نور بي بي سي ته وويل دا بريد يوه خطرناکه نخښه ده چې د دۀ په وينا ښايي د هغو کسانو له خوا شوې وي چې د افغانستان له نورو سيمو څخه اوس د شمال په لور هم خپل ترهگر اعمال غځوي . د بلخ والي دا احتمال هم رد نه کړ چې د بلخ په ولايت کې به ځينې کسان هم په داسې بريدونو کې لاس ولري . ښاغلي نور وويل هغه کسان چې د دۀ په وينا له قانون سره سم ژوند نه شي کولى او د ټوپک په سيوري کې خپله بقا ويني هغوى ښايي په داسې بريدونو کې لاس ولري . په يوۀ بل بريد کې نن ( د ليندۍ ٥ د نومبر ٢٦ ) د لوگر په ولايت کې د مشکوکو طالب اورپکو له خوا په يوۀ بريد کې څلور تنه افغان پوليس تښتول شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه په مزار شريف کې بيا پر سوله ساتو ځواکونو بريد وشو25 نومبر, 2005 | خبرونه د افغانستان په هرات کې چاودنې وشوې17 نومبر, 2005 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٣ کسان ووژل16 نومبر, 2005 | خبرونه ښاغليو کرزي او انان د کابل بريدونه غندلي15 نومبر, 2005 | خبرونه په کابل کې بيا ''ځانمرگي ''بريدونه شوي14 نومبر, 2005 | خبرونه کابل کې ځانمرگو بمي بريدونو څلور کسان ووژل14 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||