|
کابل کې ځانمرگو بمي بريدونو څلور کسان ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه برېدونه نن ( د لړم ٢٣ د نومبر ١٤ ) مازدېگر مهال د کابل جلال اباد پر سړک تر سره شول چى د چارواکو په وينا په وژل شويو کسانو کې د جرمني پو ځيانو يو تن پوځي وژل او دوتنه نور يې ټپيان شوي دي . د پوليسو په وينا د بريدونو پاتې قربانيا ن عادې افغانان دي . په کابل کې د پوليسو چارواکو سملاسي د دغو بريدونو پړه د طالبانو پر غاړه اچولې ده . د مازېگر په نژدې دريو بجو باندې ، د موټر بم د لومړنى سرښندويه بريد څخه سمدستې وروسته ، د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو پو ځي موټرو د پېښې سېمه کلابند کړه او د خبريالانو په گډون يې چاته اجازه نه ورکوله چې د بريد سيمې ته نژدې شي . خو له همدغه واټن څخه د کورلا ډوله هغه موټر خورې ورې ټوټې ښکارېدې چې سرښندويه بريدکوونکي د کابل جلال اباد پر سړک ، د ټاکنو د سمبالوونکي دفتر مخې ته د نړيوالو سوله ساتې ځواکونو پورې اړوند ، د جرمني د يو پوځي جيپ ډوله موټر تر څنگ ، چولى وو . د ايساف دغه موټر په ظاهره ، ډير زيانمن شوى نه وو ، خو د کابل د پوليسو يوه چارواکي چې د خپل نوم له يادولو څخه ډډه وکړه ، د پېښې په ځاى کې بي بي سي ته وويل چې په موټر کې سپور د جرمني يو سرتيرى وژلى او دوه تنه نوريې ټپېان شوي دي . خو له دغې چاودنې څه باندې يوساعت وروسته، ١٠٠ متره د ښار وخواته په يوه ټکسي موټر دويم ځان مرگې بريد ترسره شو چې د عيني شاهدانو په وينا د يوې ښځې او ماشوم په گډون په دغه بريد کې لږ ترلږه درې ملکي کسان وژل شوي او شاوخوا د و ه تنه نور ټپيان شوي دي . په سيمه کې د ځينو نورو عينې شاهدانو له خولې چې يو دريم موټر چې گواکې د دريمې چاودنې په موخه سيمې کې د پوليسو پر لورې نژدې کيده ، پو ليسو پرې ډزي کړي دي ، خو داچې په دې موټر کې څو ک وو او ايا د پوليسو په ډزو کې په موټر کې څوک ټپيان شوي دي او که نه ، جزئيات نه دي څرگند شوي . دا په تيره يو ه نيمه مياشت کې دريمه چاودنه ده چې کابل ښار ته څېرمه د کابل جلال اباد پر سړک تر سره کېږې . په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو څخه څو ورځې مخکې همدلته د ملي پو ځ د | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||