 | | | دا په تيرو څو ورځو کې دريم ځانمرگى بمي بيد دى چې د افغانستان په دوو لويو ښارونو کې کيږي . |
د افغانستان په سويلي ښار کندهار کې نن ( د لړم ٢٥ د نومبر ١٦ ) د يوۀ ځانمرگي بمي بريد له امله درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه څلور ټپيان شوي دي . درې سره وژل شوي کسان افغانان وو خو څلور ټپيان امريکايي سرتيري دي . وژل شوي افغانان ملکي کسان وو . په يوۀ بل خبر کې ويل شوي دي چې د پکتيکا په ولايت کې بيا د يوې بلې چاودنې له امله يو امريکايي سرتيرى او پنځه کسه افغان پوليس وژل شوي دي . دوه ورځې وړاندې په کابل کې د دوو ځانمرگو بمي بريدونو له امله اته کسان وژل شوي وو .
|