|
ښاغليو کرزي او انان د کابل بريدونه غندلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د ملگرو ملتونو د سازمان سرمنشي کوفي عنان دغه بريدونه په کلکه غندلي دي . دغه غندنه د جلا جلا اعلاميو په ترڅ کې ښودل شوې ده . ښاغلي کرزي دغه ډول بريدونه له اسلام سره دښمني بللې او د هيواد په امنيتي ځواکونو يې په بريدونو کې د لاس لرونکو کسانو د موندلو غږ کړى دى . ښاغلي عنان بيا له خپل لورې په افغانستان کې په ميشتو نړيوالو سوله ساتو ځواکونو غږ کړى چې د هيواد د امنيت د خونديتوب لپاره خپل ټول امکانات وکاروي . د کورنيو چارو د وزارت وياند د ښار دننه او شاوخوا د گزمو او د څار د پوستو د ډيريدو په گډون د نويو احتياطي امنيتي گامونو د پورته کيدو خبره هم کوي . د کورنيو چارو د وزارت سرچينې په کابل کې د دوشنبې ( د لړم ٢٣ د نومبر ١٤ ) په مازيگر د يوه ساعت په توپير د تر سره شوو دوو ځانمرگو بمي بريدونو د قربانيانو شميره په داسې حال کې چې په لومړنيو رپوټونو کې د وژل شويو او ژوبلو ټوليزه شميره ١١ تنه ښودل شوې وه . د وزارت وياند يوسف ستانيزي بي بي سي ته وويل چې اوس د ايساف د يوه الماني سرتيري په گډون د څلورو کسانو د وژل کيدو او د دوو نورو الماني سرتيرو په گډون د ١٢ کسانو د ژوبلې خبره يقينې شوې ده . د موټر بم لومړنى بريد د ښار ختيځ پلو د کابل جلال اباد پر لويه لاره د انتخاباتو د گډ دفتر مخې ته د ايساف د همدغو الماني سرتيرو د گزمې په موتړ تر سره شو . يو ساعت وروسته د لومړنۍ چاودنې ځاې ته ورڅيرمه په داسې حال کې بله چاودنه وشوه چې د خلکو گڼه گوڼه ډيره شوې وه . د دويمې چاودنې قربانيان له څيرمې ملکي کسان بلل شوي دي . د ښاغلي ستانيزي په وينا د چاودنو تر وروسته درې نور کسان هله ژوبل شول چې د چاودنو ځايې ته ورڅيرمه يې د سپرلۍ په موټر د برتانوي سرتيرو له لورې ډزې وشوې . د دغو ډزو لامل د سرتيرو خبرداري ته د چلونکي نه پاملرنه ښودل شوې ده . امنيتي چارواکو تر اوسه د چاودنو په تور څوک نه دي نيولي او نه د بريد کونکو د هويت په اړه دقيق معلومات لري . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل کې ځانمرگو بمي بريدونو څلور کسان ووژل14 نومبر, 2005 | خبرونه مجددي : ملي پخلاينه بريالى کيږي خوځېنې پاکستاني کړۍ خنډونه جوړوي13 نومبر, 2005 | خبرونه کابل کې لويدلې الوتکه د يوۀ پاکستاني شرکت وه11 نومبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې ترافيکي پېښې ١٨ کسان وژلي10 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||