BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:49 گرينويچ 2005 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مجددي : ملي پخلاينه بريالى کيږي خوځېنې پاکستاني کړۍ خنډونه جوړوي
طالبان
طالبانو پدې وروستيو کې بريدونه زيات کړي
صبغت الله مجددي وايي تراوسه پورې ٧٠٠ طالبان د سولې بهير سره يوځاى شويدي

د افغانستان د سولې او پخلاينې د کميسون مشر صبغت اله مجددي په پاکستان کې په يو شمير کړيو د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاس وهنې تور لگولى دى .

د افغانستان د سولې او پخلاينې د کميسون مشر صبغت اله مجددي چې د واليانو او قوماندانانو د دوه ورځيني سيمينار په پاې کې يې په کابل کې د خبر يالانو په وړاندې خبرې کولې ، له اوس نه يو کال وړاندې له مخالفانو سره د پخلاينې مخې ته شوي تگلاره بريالۍ وبلله .

په همدې تړاوو يې د تگلارې له مخې ته کيدو راهيسې د ځينو مشرانو په گډون له دولت سره د ٧٠٠ طالبانو د يو ځاې کيدو بيلگه مخي ته کړه .

دا په داسې حال کې ده چي له يوه لورې د طالبانو مشرانو په بيا بيا له دغې تگلارې سره خپل مخالفت ښودلى او له بل لورې د تير يوه کال په موده کې د طالبانو د بريدونو ډير والي ته په کتو سره يو شمير کتونکي هم دغه پروگرام ډير بريالى نه بولي .

ښاغلي مجددي د همدغو ډيريدونکو بريدونو د څرنگوالي په تړاوو د يوې پوښتنې په ځواب کې ، په افغانستان کې د روانو ناکراريو پړه تر ډيره د پاکستان دننه د ځينو کړيو پر غاړه واچوله .

ښاغلي مجددي دا هم وويل چې که همدغه پاکستاني کړۍ د طالب جنگياليو له هڅونې او ملاتړه لاس واخلي ، نو دى باور لري چې گڼ شمير طالبان به له جگړې لاس په سر شي .

ښاغلي مجددي په داسې حال کې دغه څرگندونې کړې چې د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر مينځ اړيکي په دې وروستيو کې ايله له سړښته راوتلي او تر يوه ځايه تودې شويدي .

دغه راز د سولې او پخلاينې د کميسون مشر صبت اله مجددي يو ځل بيا هم د پخلاينې له روان بهير سره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د حزب اسللامي د مشر گلبدين حکمتيار يو ځاې کيدل له امکانه وتلي ونه بلل .

يو کال وړاندې د کميسون د پرانستو په مهال هم ښاغلي مجددي ورته څرگندونې کړې وې چې له سختو نيوکو سره مخامخ شوې او څو ورځې وروسته يې بيرته خپلې څرگندونې واخيستې .

خو دا ځل يې د څرگندونو توپير دا وو چې دده تر مشرۍ لاندې کميسون گواکې د طالبانو او حزب اسلامي د لوړپوړو چارواکو د بښلو واک نلري او په وينا يې په دې اړه پريکړه د پارلمان واک دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت