 | | | لويدلې الوتکه روسۍ وه چې يوۀ پاکستاني شرکت په کرايه نيولې وه . |
کابل په شمال لويديځ کې نن ( جمعه د لړم ٢٠ د نومبر ١١ ) يوه بار وړونکې الوتکه د گلدرې په ولسوالۍ کې لويدلې ده . ويل کيږي چې په دغې الوتکې کې ١٠ کسان سپارۀ وو . د الوتکې پاتې شوني په گڼو غونډيو خپارۀ شوي دي . د پېښې په سيمه کې په افغانستان کې د بي بي سي يوۀ خبريال وايي داسې ښکاري چې د الوتکې يو وزر د غرۀ په يوې څوکي لگيدلى ورپسې يې بل وزر لگيدلى او نسکوره شوې ده . د الوتکې د لويدو پر وخت په گلدرې کې باران وريدۀ خو دا لا معلومه نه ده چې ورښت د الوتکې د لويدو سبب شوى که بله خبره وه . دغه الوتکه يوۀ پاکستاني شرکت په کرايه نيولې وه او داسې گومان دى چې د بگرام هوايي اډې کې يې د متحدو ايالاتو ځواکونو ته ځينې توکي رسول . |