BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:24 گرينويچ 2005 ,10 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې ترافيکي پېښې ١٨ کسان وژلي
افغانستان
ځينې کسان شکايت کوي چې له بهرنيو هيوادونو څخه راوستل شوي کيڼ لاسي گاډي او د چلونکو بې پراويي د ترافيکي پېښو علت دى .
د افغانستان په ختيځ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ ١٨ غړي وژل شوي دي .

د دغې پېښې قربانيان کوچيان ول چې په يوې لارۍ کې يې له جلال اباده کابل ته لېښل .

د دوى لارۍ د تنگي په غاښي کې له سړکه واوښته او د کابل سيند ته ولويده .

دا پېښه د پنجشنبه ( د لړم ١٩ د نومبر ١٠ ) په سهار پېښه شوه .

په سروبي کې د روغتون چارواکي وايي په دې پېښه کې درې تنه نور ټپيان شول .

خبريالان وايي د افغانستان سړکونه نن سبا خورا ډير خطرناکه شوي دي او ترافيکي پېښې پکې ورځ په ورځ ډيريږي.

ځينې کسان شکايت کوي چې له بهرنيو هيوادونو څخه راوستل شوي کيڼ لاسي گاډي او د چلونکو بې پراويي تر ډيره د ترافيکي پېښو علت وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت