BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:58 گرينويچ 2005 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان په هرات کې چاودنې وشوې
هرات
د افغانستان د هرات په ولايت کې د ځينرو نورو ښارونو په پرتله د امنيت وضعه ښه بلل کيږي .
دغه چاودنې د هرات ښار په مرکز کې د سلطان غياث الدين ښوونځي ته نژدې شوې دي چې ځاني او مالي تاوان يې رسولى نه دى .

د هرات ولايت د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدير احمد پيکار وويل فکر نه کوي چې نوموړې پېښې سياسي اړخ ولري.

هغه زياته کړه ، ښايي دا عمل هغو زده کوونکو کړى وي چې، خپل منځي اختلافات لري.

ده ووېل ، پوليس ځواکونه ددې پيښې د عاملينو په لټه کې دي .

هرات کې دې ته ورته نورې چاودنې هم شوي چې پوليس تراوسه پورې دداسې پيښو د عاملينو په نيولو نه دي بريالي شوي .

بل پلود ملي پوليسو يو سرتيرى د خوست ولايت ختيځ لور ته د چولانو په سيمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت