BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:16 گرينويچ 2005 ,14 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې بيا ''ځانمرگي ''بريدونه شوي
کابل
په کابل کې امنيتي ځواکونه په ځير سره حالات څاري
د کابل په ښار کې په دوو جلا جلا ځان مرگو برېدونو کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او اته کسان ټپېان شوېدي .

دغه برېدونه ددوشنبې په ورځ دلړم ٢٣مه د مازدېگر مهال د کابل جلال اباد پر سړک تر سره شول چى د چارواکو په وېنا په وژل شوېو کسانو کې د جرمني پو ځېانو ېو تن پوځي وژل شوي او دوتنه نور ېې ټپېان شوېدي . د پولېسو په وېنا د برېدونو پاتې قربانېا ن عادي افغانان دي .

په کابل کې د پولېسو چارواکو سمدستي د دغو برېدونو پړه د طالبانو پر غاړه اچولې ده .

د مازېگر په نژدې درېو بجو باندې ، د موټر بم د لومړنى سرښندوېه برېد څخه سمدستې وروسته ، د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو پو ځي موټرو د پېښې سېمه کلابند کړه او د خبرېالانو په گډون ېې چاته اجازه نه ورکوله چې د برېد سېمې ته نژدي شي .

خو له همدغه واټن څخه د کورلا ډوله هغه موټر خورې ورې ټوټې ښکارېدې چې سرښندوېه برېدکوونکي د کابل جلال اباد پر سړک ، د ټاکنو د سمبالوونکي دفتر مخې ته د نړېوالو سوله ساتې ځواکونو پورې اړوند ، د جرمني د ېو پوځي جېپ ډوله موټر تر څنگ ، چولى وو . د اېساف دغه موټر په ظاهره ، ډېر زېانمن شوى نه وو ، خو د کابل د پولېسو ېو ه چارواکي چې د خپل نوم له ېادولو څخه ډډه وکړه ، د پېښۍ په ځاى کې بې بې سې ته ووېل چې په موټر کې سپور د جرمنې پو سرتېري وژل او دوه تنه نورېې ټپېان شوېدي .

خو له دغې چاودنې څه باندې ېو ساعت وروسته، سل متره د ښار وخواته په ېو ه ټکسي موټر سره دوېم ځانې مرگې برېد ترسره شو چې د عېنې شاهدانو په وېنا د ېوې ښځې او ماشوم په گډون په دغه برېد کې لږ ترلږه دري ملکي کسان وژل شوي او شاوخوا د و ه تنه نور ټپېان شوېدي .

په سېمه کې د ځېنو نورو عېنې شاهدانو له خولې چې ېو درېم موټر چې گواکې د درېمې چاودنې په موخه سېمي کې د پولېسو پر لوري نژدې کېده ، پو لېسو پرې ډزي کړېدي ، خو داچې په دې موټر کې څو ک وو او اېا د پولېسو په ډزو کې په موټر کې څوک تپېان شوېدي او که نه ، جزئېات ندي څرگند .

خو داچې ځان مرگي برېد کوونکي افغانان و او که ، بهرنې اورپکي ، امنېتي چارواکي واېې سمدستي نشي کولى د هغوى ، د پېژندنې په اړه څه وواېي ، ځکه په وېنا ېې چې د برېدکوونکو مړي ټو ټي ټوټي شوېدي .

دا په تېر ېو ه نېمه مېاشت کې درېمه چاودنه ده چې کابل ښار ته څېرمه د کابل جلال اباد پر سړک تر سره کېږي .

په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو څخه څو ورځې مخکې همدلته د ملي پو ځ د پو ځېانو د روزنې د مرکز په وړاندې په ېوې چاودنې کې د ملي پوځ ١٢ سرتېري و وژل او ٢٨کسان ټپېان شول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت