BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2006 ,13 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : له هلمنده د وتلو تکل نه لرو

هلمند
په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ نړيوال مرستندويه امنيتي ځواکونه ISAF وايي له سويلي ناکراره ولايت هلمند نه د راوتو هيڅ تکل نه لري .

په کابل کې د دغو ځواکونو وياند توبي جکمن د يوه خبري کنفرانس په مهال د ناتو د ځواکونو د قوماندان له قوله په رسنيو کې راغلي دا رپوټونه ناسم وبلل چې وايي ناتو گواکې له دغه ولايت نه خپل ځواکونه راوباسي .

وياند دا د ډگر جنرال ريچاردله دې څرگندونو نه چې د دغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې د ناتو د ځواکونو په انډول له سره غور کول غواړي ، د رسنيو ناسمه انگيرنه وبلله .

په داسې حال کې چې د افغانستان له تر ټولو ناکراره ولايت هلمند نه د ناتو د ځواکونو د راويستو په تړاوو د مطبوعاتو او رسنيو دغو وروستيو رپوتونو تاوده غبرگونونه راپارولي ، په کابل کې د دغو ځواکونو وياند جگړن توبي جکمن خبر يالانو ته په غوڅو ټکو کې ورکړل شوي رپوټونه ناسم وبلل .

جگړن جکمن له لويه سره د ځواکونو د په (( شا کيدو)) يا (( ويستو)) تعبيرونه له هغه څه سره چې دده په وينا په افغانستان کې د ناتو قوماندان ډگرجنرال ديويد ريچارد يې د ځواکونو له سره انډول بولي ، په ژور توپير کې وبلل .

وياند جکمن د ځواکونو له سره د انډول کولو موخه دا وښوده چې د اړتيا له مخې په يوه ځانگړې سيمه کې د ثابتو ځواکونو د ساتلو تر څنگه بايد په لويو مرکزي اډو کې داسې خوځنده ځواکونه هم د تيارسۍ په حال کې وي چې هر ځاى او هر وخت د گوزار کولو وړتيا ولري .

وياند جکمن زياته کړه چې د ناتو د ځواکونو د قوماندانۍ په باور د ځواکونو دا ډول مانورې او استعمال به له مخالفانو لاره ورکه کړي ، د سيمې پريښودو ته به يې اړ باسي او امنيت به راولي .

خو دا چې دغه ځواکونه به چيرې او څه ډول کاريږي جگړن جکمن دا د دغو ځواکونو د قوماندان ډگر جنرال ديويد ريچارد د خپل واک او صلاحيت خبره بولي .

(( په سيمه کې له يوه ځاى نه بل ځاې ته د ځواکونو خوځول په اصل کې يوه تکتيکي پريکړه ده او د ناتو ايساف د ځواکونو قوماندان يوازينى څوک دى چې تر خپلې قوماندې لاندې ځواکونو د کارونې واک لري . دى به ځواکونه هلته ځاى په ځاى کوي چې اړتيا يې ويني . دا کله هم د ځواکونو د راويستو يا په شاکيدو معنى نه لري . ))

ښاغلي جکمن د ناتو د ځواکونو د قوماندان جنرال ريچارد ددې څرگندونو په تړاوو چې وايي د امنيت په راوستو کې به د افغان ملي پوځ او پوليسو ونده لاپسې ډيريږي ، وويل ، دا داسې يوه پريکړه ده چې په اړه يې د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو سره سلا مشوره شوې او موخه يې د حکومتي واکمنۍ تر کنټرول لاندې سيمو غځول او د يوه پايدونکي امن او ثبات راوستل دي .

 وياند دا د ډگر جنرال ريچاردله دې څرگندونو نه چې د دغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې د ناتو د ځواکونو په انډول له سره غور کول غواړي ، د رسنيو ناسمه انگيرنه وبلله .

له سيمې نه د ناتو د ځواکونو د بيرته راويستو دغو رپوتونو په داسې حال کې زور واخيست چې دغه ځواکونه د خپل پوځي ماموريت په هماغه پيل کې د طالبانو د مقاومت په ترڅ کې له تلفاتو سره مخامخ شول او د څو اونيو په ترڅ کې يې شاوخوا لس سرتيري ووژل شول .

دا راز د ځواکونو د ويستو په تړاوو د رپوټونو له خپريدو وروسته انگيرنې دا وې چې يو خو به په دې سره گواکې عمومي مورال کمزورى شي او بل دا چې طالبان به دې ته په سيمه کې د خپل بري او د ناتو د ځواکونو د ماتې په سترگه وگوري .

ښايي همدا انگيرنې وي چې ناتو يې د ورکړل شويو رپوټونو ناسم بللو او د ځواکونو له سره د انډول په نامه د يوه بل ځل لپاره د وضاحت ورکولو ته اړويسته .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت