BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2006 ,01 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي : هلمند والو طالبانو ته ځواب ووايۀ

هلمند
د هلمند ولايت چارواکي وايي کليوالو ته ويل شوي وو چې يا له خپلو مېنو ووځي او يا طالبان ځواب کړي .
چارواكي وايي چې د هلمند په كجكي ولسوالۍ كې ولسي خلكو طالبان له كليو څخه ايستلي دي.

تېره ورځ تر اوږدې جګړې وروسته طالبان د كجكي ولسوالۍ په ميانرودي كلي، د خانانو كلي او پراويانو كلي باندې ورننوتل، وروسته له هغه يې د پوزي پر امنيتي پوسته وسله وال بريد وكړ، د بريد په ترڅ كې د چارواكو په وينا اووه كسان ووژل شول چې يو يې عسكر او شپږ يې وسله وال اورپكي وو.

د هلمند مرستيال والي امير محمد اخندزاده د ټيليفون پر كرښه بي بي سي ته وويل چې د جګړې په ترڅ كې درې نور طالبان ژوبل شوي هم دي.

خو بل لوري ته طالبانو يو وياند قاري يوسف دا خبره كوي چې تر طالبانو د دولتي ځواكونو مرګ_ژوبله زياته ده، البته امير محمد اخندزاده وايي چې د وژل شويو طالبانو په اړوند ثبوتونه په لاس كې لري.

دغه جګړه د جمعې په ورځ غرمه پيل شوې وه او د ورځې تر وروستيو پورې يې دوام درلود.

د هلمند د مرستيال والي خبره ده چې دوى پرون سيمه ييزو خلكو ته خبردارى وركړى و چې يا دې په خپله د سيمې له كليو څخه كډې بار كړي او يا دې طالبان په دې مجبور كړي چې له كليو څخه ووځي چې دولتي ځواكونو ته د عملياتو لار ورخلاصه شي.

د نوموړي په وينا د تېرې شپې په اوږدو كې د كليوالو د خبرداري په بنسټ طالبان له كليو وتلي او له جګړې پرته بېرته سيمه دولتي ځواكونو په خپله ولكه كې اخيستې ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت