BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:23 گرينويچ 2006 ,03 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له بن څخه پنځه کاله وروسته ، افغانستان ته ورپيښې امنيتي ننگونې

ناټو
د زرگونو نړيوالو سوله ساتو سرتيرو او افغان امنيتي ارگانونو په سر هم تاوتريخوالى په تيرو پنځو کلونو کې کم نه شو
د يوې سروې په وينا اوس هره مياشت په افغانستان کې اووه سوه داسې پېښې کيږي چې له تاوتريخوالي ډکې وي . دا په داسې حال کې ده چې نژدې ٤٠ زره نړيوال سرتيري او په زرگونو افغان پوليس او پوځيان د امنيت ټينگولو لپاره په دغه هيواد کې بوخت دي .

نړيوالو او په ځانگړې توگه متحدو ايالاتو پر پوځي عملياتو په تيرو پنځو کلونو کې په ميلياردونو ډالر لگولي خو د ځينو افغانانو په گومان اوس هغه وخت را رسيدلى چې د امنيت ټينگولو لپاره پر نويو تگلارو غور وشي .

سر ه له دې چې د ناتو پوځيان په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو ته د درنو مرگ ژوبلو د اړولو او په هيواد کې د امنيت د ښه کيدو خبره کوي ، خو ډيرى کسان بيا داسې انگېري چې د پنځه کلونو دمخې په پرتله ،اوس په هيوا د کې امنيتي ستونزې زياتې دي .

د ملگرو ملتو او يو شمير مرسته کوونکو هيوادونو له خو ا ترسره شوې يوه سروي ښيي چې هر ه مياشت په دې هيواد کې د وسله والو طالبانو ، حکومتي او نړيوالو پوځيانو تر منځ نښتو کې شاوخوا اوه سوه نښتې کيږي .

دغو نښتو د امنيت په تړاو ډيرى افغانان انديښمن کړي او شکايت کوي چې مخ په زياتيدونکو تاوتريخوالو يې ژوند له گواښ سره مخامخ کړى .

د افغانستان په ختېځ د کونړ ولايت د اسمار اوسېدونکى محمد امين يو له دغو افغانانو څخه دى چې وايې د کونړ په ولسواليو کې پوليس دومره ځواک نلري چې دده په وينا د خلکو امنيت خوندې کړي .

" د جلال آباد او کونړ لويه لاره کې امنيت ډاډمن دى ، خو د اسد آباد نه بيا د کونړ نورو ولسواليو ته په غزېدلو لارو کې امنيت ښه ندى . که پخوا دغو لارو کې خلک لوټيدل ، خو اوس دغلته خلک وژل کيږي ."

د افغانستان په سويل د هلمند ولايت د لرې پرتو سېمو خلک هم له بې امنيتيو سرټکوي .

شير احمد وايې که څه هم چې وروستيو کې د گرشک په ښار کې امنيت څه ناڅه ښه شوى ، خو زياتوي چې د هلمند په لېرې پرتو سېمو کې د خلکو سر او مال له گواښ سره مخامخ دى .

" په صحرا کې خو امنيت بيخي خراب دى . بې امنيتيو ددغو سيمو اوسيدونکي له سختو کړاونو سره لاس او گريوان دي ."

د هېواد په سويل ختيځ د خوست ولايت دوه تنه اوسيدونکي کبير او گل باز هم ورته شکايت لري .

" په ښار کې امنيت ښه دى ، خو د هغه څخه لږ لرې ، ډيره گډوډي ده . زه يو چلونکى يم . کله چې ښار کې راباندې ناوخت شي ، د داړه مارانو د وېرې له کبله ، کلي ته نشم تلى . "

" په خو ست کې خو بيخي امنيت نشته . لږ چې ناوخته شي ، د خلکو موټر ترې بيايي "

که څه هم چې په ښارونو ، د ولسواليو په مرکزونو او لويو لارو کې امنيتي حالت يوڅه ښه دى ، خو د هيواد د بيلابيلو ولايتونو له لېرې پرتو سيمو څخه راغلي .

راپورونه وايې چې دغلته د طالبانو شتون زيات شو ى او اوس کولى شي چې د خرپ او تر پ پر ځاى په لويو ډلو کې پر نړېوالو او افغان ځواکونو برېدونه ترسر ه کړي .

نژدې ٤٠ زره نړيوال سرتيري او په زرگونو افغان پوليس او پوځيان د امنيت ټينگولو لپاره په دغه هيواد کې بوخت دي

پوښتنه اوس داده چې له څه وجې په هيواد کې امنيت ته ورپيښ گواښونه زيات شوي دي ؟
د ولسي جرگې غړى او د طالبانو پر مهال يو لو ى جهادي قوماندان ملا عبدالسلام راکټي ددى يو لامل په دې کې ويني چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د وسله والو مخالفانو په وړاندې يوازې پر پوځي عملياتو زور واچوه او گواکې چې د خلکو ددودونو خيال يې ونه ساته .

"دوى د خلکو له دودونو او طبېعتونو سره بلد نه وو . دوى ( امريکايانو ) داسې حرکات وکړل چې خلک يې وزرول او زهير يې کړل . په ناحقه د خلکو کورونو ته ننوتل ، د خلکو پروکورونو يې بمبارۍ وکړي . په ناحقه يې خلک ونيول او بنديان کړل . له همدې کبله خلک يې ناراضه کړل او يو شمير خلک له مخالفانو سره يو ځاى شول ."

په ولسي جرگې کې د کندهار د خلکو د استازي خالد پښتون په وينا دا او د هيواد په سويلي ، سويل لوېديځو او ختيځو سېمو کې بيارغاونې او د خلکو اقتصادي ستونزو ته نه پاملرنه او له خلکو سره د سيمه ييزو چارواکو ناسم چلند ، طالبانو سره مرسته وکړه چې پر خلکو اغېز وکړي .

" د ځينو سيمه ييزو چارواکو نه سم چلند او ناوړه استفادې هم د امنيت پر خرابيدو اغيز وکړ . په يو شمير سيمو کې خلک د ادارو کړو وړو او فساد د شتون له کبله ، تر پوزې راغلي دي ."

ښاغلى پښتون دغه راز ځينې سيمه ييز قوماندانان او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي هم گرموي چې دده په وينا د قاچاقو د مخنيوى په موخه د حکومت د روانې مبارزې په وړاندې د درېدنې لپاره له طالبانو سره لاس يو کړى .

" په جنوب لوېدېځه حوزه کې د نشه يي تو کو قاچاق کونکي ، طالبانو ته پيسې ورکوي او د هغوى ملاتړ کوي . طالبان او قاچاق کونکي په گډه امنيت ته زېان رسوي ."

بل لوري ته يو شمير کسان دا هم يوه تيروتنه بولي چې نړېوالو ځواکونو په افغانستان کې د پوځ او پوليسو جوړولو ، روزنې او پر وسلو او جگړييز تخنېک د هغو سمبالولو ته هم سمه پاملرنه ونه کړه . د بن د تړون له مخې د افغانستان لپاره ټاکل شوى اويا زره کسيز پوځ ، اوس يوازې شاوخوا ديرش زره پوځيان لري .

دغه پوځيان زړې سپکې روسۍ وسلې لرې چې د پکتيکا د برمل ولسوالې په لومړۍ کرښه کې پروت سرتيري غلام غوث وايې په دې وسلو سره گرانه ده چې د طالبانو په وړاندې اغېزمنه جگړه وشي .

" کومې وسلي چې موږ ته راکړې ، ډېرې زړې د ي او د جگړې په مهال له څو ډزو وروسته بنديږي . موږ له حکومت غواړو چې ښې سپکې او درنې وسلې راکړې چې موږ وکولى شو چې د وسله والو طالبانو سره اغېزمنه جگړه وکړو ."

دفاع وزارت هم دا د پوځ يو ه لويه نيمگړتيا بولي . په ولسي جرگې کې د دفاعي چارو د کميسيون مشر جنرال نورالحق علومي ټينگار کوي چې د امنيت په برخه کې پر شته وو ننگونو د بري لپاره د ا داسې پوځ د جوړولو اړتيا شته چې وکولي شي چې د هيواد د پولو ساتنه وکړي .

"افغانستان بايد يو پياوړى پوځ ولرو چې د هيواد پولې خوندې کړي . که چيرې پولې خوندې شي ، اورپکي نشي کولى چې له پولو واوړي او ورانکارې کړنې ترسره کړي . که نړيواله ټولنه غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي ، نو دا مرسته دې وکړي چې افغانستان د خپل پوځ او پوليسو خاوندان شي ."

خو له دې سره په څنگ کې د يو شمير افغان چارواکو په څير په ولسي جرگې کې د خوست ولايت استازى سيد محمد گلاب زوى پاکستان هم گرموي چې له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهگرو او وسله والو طالبانو د مخنيوي لپاره کافي هلي ځلي نه کوي .

" زما په فکر په افغانستان کې د امنيت د خوندې کېدو لپاره ، بايد چې د پاکستان په خاور کې د ترهگرو او طالب پاتې شونو د روزنې مرکزونه وتړل شي ."

خو داهغه څه دي چې پاکستاني چارواکو پخوا په وار وار رد کړي دي .

 که څه هم چې په ښارونو ، د ولسواليو په مرکزونو او لويو لارو کې امنيتي حالت يوڅه ښه دى ، خو د هيواد د بيلابيلو ولايتونو له لېرې پرتو سيمو څخه راغلي .

باور کيږي چې د پاکستان په ديني مدرسو کې د اسلامي خواخوږۍ له مخې طالبانو لپاره جنگيالي او ځانمرگي بريد کونکي روزل کيږي .

د راپورونو له مخې تير يوه کال کې دغو برېدونو او د وسله والو طالبانو او نړيوالو او افغان ځواکونو سره په نښتو کې شاوخوا درې زره کسان وژل شوي چې تر زرو زيات يې ملکي وگړي دي .

د ناتو ځواکونو يو چارواکي جنرال رېچارد نوگي وايې طالبان هر څه ته لاس اچوي چې په هيواد کې امنيت له گواښ سره مخامخ کړي ، خو زېاتوي چې هڅې يې له ناکامۍ سر ه مخامخې دي .

" طالبان هڅه کوي چې له هر امکان څخه کار واخلي چې په هيواد کې حالات ترينگلي کړي . له همدې کبله وروستيو مياشتو کې يې زموږ پر ځواکونو يو لړ برېدونه وکړل چې له ماتې سره مخامخ شول . موږه به هغوى ته وخت ورنکړو چې ارام وکړي ، هغوى به تعقيب او درانه گوزارونه به پرې وکړو ."

خو د پوځي عملياتو تر څنگ اوس ناتو دې نتيجې ته رسېدلې چې ، په افغانستان کې د ټيکاو د ټينگيډو لپاره بايد چې د بيارغونې ، د سيمه ييزو ادارو د اصلاح او د خلکو د اقتصادي ستونزو د اوارولو له لارې د خلکو زړونه خپل کړاى شي.

د برتانيې لومړي وزير توني بلير هم افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې پر همدې مسالې ټينگار وکړاو ډاډ يې وښود چې برتانيا او نړيواله ټولنه به تر هغې په افغانستان کې پاتې وې چې امنيت ته ورپيښ گواښونه له منځه لاړ شي .

خو د چارو يو شمير کار پوهان باور ښيي چې له دغو هڅو سره جوخت په افغانستان کې د امنيت ټينگولو لپاره بايد چې د حکومت له مخالفو مشرانو او قوماندانانو سره خبرې وشي.

ددوى په وينا د هلمند د موسى کلا په څير که د سېمې له سپين ږېرو سره د روغې جوړې خبرې پيل شي ، ښايي امنيتي وضع ژر او په لږ لگښت ښه شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت