د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ناتو له سر قومندان جنرال جيمز جونز سره کتلي دي . ددغې کتنې په مهال د پارلماني ټاکنو په مهال د افغانستان لوديز او سويلي سيمو ته د نړيوالو امنيتي ځواکونو د استولو په مسله خبرې شوې دي . ولسمشر کرزي په افغانستان کې د ناټوله ونډې په مننې سره وويل د بن د بهير په ختميدو سره په افغانستان کې يو نوى پړاو پيل کيږي او افغانستان په خپلو پښو د دريدو لپاره د ناټواو نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري. همدا راز نن د جون ٣٠ په افغانستنان کې د بې وسلې کولو او ملکې ژوند ته د راستنولو د بهېر وروستې ورځ وه. تر پرون پورې تر دغه پروگرام لاندې ٦١٤١٧ تنه پخوانيو جنگياليو نه وسلې ټولې شوي.خو دا د ملکي ژوند له نورو ډگرونو سره د هغو دپيوستون پاي نه دى چې د ٢٠٠٦ کال په نيمايي کې به بشپړ کيږي. لدې سره چې نن په افغانستان کې د بې وسلې کولو او ملکي ژوند ته د راستنولو د پاي ورځ اعلان شوه ، د افغانستان ددفاع د وزارت په غوښتنه به په نوموړي هېواد کې د ملي پيل بهير روان وي. |