BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:19 گرينويچ 2005 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امنيتى خرابه وضع په پارلماني ټاکنواغيزه کولاى شي
News image
امنيتي حالت لاهم چندان ښه نه دى
دافغانستان لپاره د ملگروملتونو لوړپوړي استازي جين ارنولت ويلي چې په هيواد کې د امنيتى وضعې خرابوالى دهيواد پارلماني ټاکنې چې په روان سپتمبر کې کيږي له گواښ سره مخامخ کولى شي .

ښاغلي رونلت دملگروملتونو امنيتي شورا ته په وينا کې زياته کړه چې دپخوانيو طالبانو ملاتړي دملکي وگړو په وړاندې له ډير ظلم او زياتي نه کار اخلي.
ده په افغانستان او پاکستان دواړو غږ و کړ چې د ثبات د رامنځ ته کيدو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
ښاغلي ارنولت پداسې حال کې خبرې کولې چې د افغانستان په جنوب کې د امريکا-افغان ځواکونو گډ پوځي عمليات روان وو او د افغان چارواکو په وينا په ترڅ کې يې سل شکمن ياغيان وژل شوي دي .

ناپېلو سرچينو ددې شميرې پخلى نه دى کړى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت