BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2006 ,22 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې به د اورپکوبريدونه زيات شي

آيساف ځواکونه
د ناتو ځواکونه ، د افغانستان سويل ته د خپل ماموريت غزولو ته تيارى نيسي .
په افغانستان کې د امريکا په مشري د ائتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ايکنبيري ويلي دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به افغانستان کې د مخالفو اورپکو په بريدونوکې زياتوالي راشي

په افغانستان کې د مخالفو اورپکو د بريدونو د زياتوالي د لاملونو په برخه کې د امريکا د مشر قوماندان جنرال کارل ايکنبيري دلايل ډير ساده وو. ښاغلي بيري وويل ، ددولت مخالف اورپکي غواړي چې په هيواد کې د ولسواکۍ ، بيارغونې او اقتصادي غوړيدا د بهير دمخنيوي په نيت خپل بريدونه زيات او جگړې سختې کړي :

(( موږ وړاندوينه کوو چې راتلونکو څو مياشتو کې به په هيواد کې جگړې سختې شي . غليم غواړي چې په ډيرې بيرحمۍ سره د افغا نانو او د هغوى د نړيوالو ملاتړو پر هيلو بريدونه وکړي او په دې ډول تيرو څلورو کلونو کې هيواد کې پر لاسته راغلو برياوو سيوري وغوړوي .))

امريکايي قوماندان دغه څرگندونې داسې مهال کړي دي چې د ناتو ځواکونه ، د افغانستان سويل ته د خپل ماموريت غزولو ته تيارى نيسي .

يو شمير کار پوهان باور لرى چې د مخالفو اورپکو د بريدونو احتمالي زياتوالي به ښايي سويل ته دناتو د قواو د غزيدلو له مسالې سره تړاو ولري ، ځکه ددوى په وينا مخالف اورپکي هڅه کوي چې دغه بهير ټکنى کړي .

خو په همدې حال کې جنرال بيري ډاډ څرگندوي چې د افغانستان سويل ته د ناتو د ځواکونو د ماموريت په غزيدا سره به ، امريکايي ځواکونو ته دامجال په لاس ورشي چې د اورپکو په وړاندې خپل عمليات لا سخت کړي .

دارنگه امريکايي جنرال د ترهگرۍ په وړاندې په جگړه کې د افغانستان او پاکستان تر مينځ د همکاري پر پراخولو هم ټينگار کوي :

(( موږ به د افغانستان او پاکستان تر منځ د عملياتي هم غږ ۍ او د معلوماتو د راکړې ورکړې په موخه خپلې هڅې چټکې کړو . دارنگه هڅه به کيږي چې د پاکستان د پوځ او افغان پوځونو تر منځ باور ټينگ شي .))

د يو شمير افغان چارواکو په گډون ، د افغانستان ډيري خلک ادعا کوي چې په افغانستان کې ورانکاري د پاکستان له خاور ې سر چينه اخلي .

افغان ولسمشر حامد کرزي ، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په دي اړه خپلې انديښنې پاکستاني چارواکو ته څرگندې کړي او له هغوى يي وغوښتل چې د ترهگرۍ په وړاندي په جگړه کې خپلې همکارې اغيزمنې کړي .

روان کال کې په افغانستان کې تر ١٥٠٠ ډير کسان په جگړو کې وژل شويدي چي نژدې ٧٠ تنه ېې بهرني سرتيري دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت