|
ولسي جرگې له پاکستان سره پر امنيت خبرې وغوښتې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې ولسي جرگې د پاکستان له سياسي گوندونو او پارلمان سره د خبرو وړانديز کړى چې په افغانستان کې د دوى په وينا د روانو لاسوهنو مخنيوى وشي . ولسي جرگې دغه راز غوښتنه کړې چې متحد ايالات دې په اسلام اباد فشار ډير کړي چې د ترهگرو روزنيز مرکزونه وتړي . ولسي جرگه په داسې وخت کې د افغانستان پر امنيت بحثونه کوي چې ځينې استازي يې اوبه له ورخه تيرې شوې بولي . دا لومړى ځل دى چې د ولسي جرگې غړي د افغانستان د امنيت پر مسالې جدي خبرې کوي . ځينو غړو گيله کوله چې د ولسي جرگې مشرتابۀ د امنيت په څير يوې مهمې مسالې ته تر اوسه دومره پام نه و کړى . تر ټولو ډيره غوښتنه د يوې داسې جرگه گۍ د جوړلو وه چې د پاکستان له سياسي گوندونو او د هغۀ هيواد د پارلمان له غړو سره خبرې وکړاى شي . ولسي استازو ويل چې دغه جرگه گۍ بايد په گاونډي هيواد کې د دوى په وينا د ترهگرو د روزنيزو کمپونو د تړلو په اړه خبرې وکړي . دوى د متحدو ايالاتو رول هم مهم بالۀ او ويل يې چې بايد واشنگټن پر اسلام اباد فشار زيات کړي چې د دوى په وينا ترهگر ونيسي . د ځينو استازو پر افغان دولت تينگار کاوۀ چې د نا امنو سيمو چارواکي بدل رابدل کړي . د دوى په گومان ځينې ولايتي چارواکي په لوى لاس ولس د ترهگرو ځولۍ ته وراچوي . د افغانستان په ځينو وزارتونو کې د نا امنو سيمو د استازو نشتوالى هم د ولسي جرگې استازو ياد کړ . د ايتلافي ځواکونو او افغان پوليسو او پوځ له لورې د بې گناه خلکو نيول او وژل هم د ولسي استازو په گومان د نا امنيو يو دلىل دى . غوښتنه يې دا وه چې بايد په دې برخه کې دقت وشي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||