BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:36 گرينويچ 2006 ,18 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند کې له ٥٠ نه زيات کسان وژل شوي
هلمند
د موسى کلا په وروستى جگړه کې ١٣ تنه افغان پوليس وژل شوي
د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ کې د پوليسو او اورپکو ترمنځ نښته کې لږ ترلږه ١٣ پوليس او ٤٠ تنه طالب اورپکي وژل شويدي

دا په تيرو څو کلونو کې په هلمند کې د طالبانو له خوا ترټولو ستره حمله گڼل کيږي

افغان چارواکو ادعا کړې چې تقريبا ٤٠ تنه طالب اورپکي يې وژلي دي

خو طالبانو ادعا کړې چې د يوشمير پولىسو د وژلو تر څنگ يې يو شمير نور له ځانه سره يرغمل وړيدي .

د موسى کلا ولسوالي چې د هلمند د جنوبي ولايت مرکز لشکر گاه د شمال په ١٠٠ کيلومتري کې پرته ده يوه غرنۍ سيمه ده .

په زرگونو برتانوي عسکر همدا اوس په هلمند کې ميشت دي خو راپورونه وايي چې په وروستيو نښتو کې نړيوالو ځواکونو برخه ندرلوده

پدې وروستيو کې د افغانستان په جنوب کې د ارپکو بريدونه ډير شويدي

د هرات په ښار کې د يو ځان وژونکي بريد په ترڅ کې يو امريکايي تبعه وژل شو ى
او تيره ورځ په کندهار کې د ملگرو ملتونو پر يو موټر باندې بريد وشو خو له بريد کونکي پرته نور څوک ونه وژل شول

افغان چارواکي معمولا ددغسې بريدونو ملاتي پر پاکستان اچوي خو پاکستان دا تورونه ته ردکړيدي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت