BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:23 گرينويچ 2006 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: د موسى کلا د سولې پايښت د حکومت کار دى

ناټو
که تړون ماتيږي نو معنى به يې د تير دوبي کړکيچن حالت ته د دغې ولسوالۍ ورستنيدل ، د پيل شويو پرمختيايي پروژو بيرته په ټپه دريدل او له لويه سره په سيمه کې د ملکي وگړو په گډون د دواړو لورو لپاره له انساني تلفاتو سره دملې تودې جگړې بيا پيل وي .
د ورکړل شويو رپوټونو په حواله د هلمند د گرمسير په ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ماښام د ناتو د سرتيرو او وسله والو طالبانوتر مينځ نښتې يو ځل بيا د پام وړ مرگ ژوبله تر شا پرې ايښې ده.

د ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملا خيل د ١٥ طالبانو د وژل کيدو ادعا کړې . د ناتو چارواکي هم د خپل يوه سرتيري د وژل کيدو او د يوه بل سرتيري د ژوبلې په بدل کې د گڼو طالبانو د وژل کيدو خبر ور کړى .

خو د طالبانو لورى د ناتو د١٠ سرتيرو د وژلو په بدل کې د دوو طالبانو د وژل کيدو او څلورو نورو د ژوبلې خبره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په ولايت کې د دغو روانو خپرو ورو نښتو په پرتله ډير پام د دغه ولايت په موسى کلا کې د تير دوبي د امن د شوي تړون د پايښت د څرنگوالي په لور دى .

په دې اړه د ناتو د چارواکو او ځايي مشرانو د نظرونو تر مينځ اوس ظاهرا ژور توپير ليدل کيږي .

د تړون پايښت ته ورپيښو احتمالي گوا ښونو په روانه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره موسى کلا ته د ناتو د سرتيرو له ورتلو او دواړه ځله له طالبانو سره په جگړه کې له کښېوتو وروسته زور موندلى.

د ناتو چارواکي وايي چې دوى د تړون کوم اړخ نه دى نو ځکه خو يې په وينا د تړون پايښت هم د ناتو په ځواکونو پورې نه بلکه پخپله د تړون په اصلي غاړو يعنې افغان حکومت او د موسى کلا په قومي مشرانو پورې اړه لري .

په کابل کې د دغو ځواکونو د مطبوعاتي څانگې مشر ، جنرال ريچارد نيوجي د چهارشنبې په گهيځ خبريالانو ته دا هم وويل چې تړون يوازې د ولسوالۍ په مرکز يعنې هغه ځاى پورې اړه لري چې د افغان حکومت بيرغ پکې رپيږي .

 د شوې موافقې له مخې د موسى کلا له مرکز پرته د ناتو سرتيري د ولسوالۍ نورو سيمو ته د تگ راتگ حق لري
ناټو

(( تړون ډير روښانه دى او يوازې د ولسوالۍ د مرکز په اړه دى ، نه د ټول ولسوالۍ په اړه . تر کومه چې زه معلومات لرم سرتيري تر اوسه په تړون کې ښودل شوې سيمې ته نه دي ورننوتي . خو لکه څنگه چې موږ په بيا بيا ويلي که په ښودل شوې سيمه کې حالات د تړون له شرايطو سره سم نه وي،نو موږ ته د ولسمشر کرزي په ملاتړ دا حق خوندي دى چې بيرته دغې سيمې ته خپل سرتيري ولږو . ))

د جنرال ټينگار دا وو چې د شوې موافقې له مخې د موسى کلا له مرکز پرته د ناتو سرتيري د ولسوالۍ نورو سيمو ته د تگ راتگ حق لري .

د دغه جنرال اشاره په ځانگړې توگه د تړون نهمې مادې ته وه چې له سيمې نه د افغان او ناتو د ځواکونو د تيريدو راتيريدو اجازه ورکوي .
له دې سره سره د ناتو چارواکي لا هم تړون په خپل قوت پاتې بولي او وايي چې دغه گام سيمې ته د ثبات په ستنولو او پرمختيايي پروژو په پلي کولو کې گټور راوتى دى .

د ناتو د چارواکو په څير د تړون تر شا ولاړ ځايي مشران هم په ظاهره دا نه مني چې تړون گواکې مات شوى دى . خو همدغو مشرانو لا له وړاندې دا گواښ هم کړى چې که د ناتو سرتيري بيا هم د دوى له خبرولو پرته دغې ولسوالۍ ته د ننوتو هڅه وکړي .د وى به تړون پاې ته رسيدلى وبولي .

ان دا گواښنه هم شوې چې د سيمې وگړي به په ډله ييزه توگه خپل کورونه پريږدي .

دې هر څه ته په کتو سره ظاهرا داسې بريښي چې د ولسوالۍ په مرکز د دولتي بيرغ د رپيدو تر مهاله ، له ورپيښو ننگونو سره سره يوه خوا هم د تړون د ماتيدو غږ نه شي پورته کولى .

دا راز يوه خوا هم نه غواړي چې د تړون د ماتولو له پړې سره مخامخ شي .

دا ځکه چې که تړون ماتيږي نو معنى به يې د تير دوبي کړکيچن حالت ته د دغې ولسوالۍ ورستنيدل ، د پيل شويو پرمختيايي پروژو بيرته په ټپه دريدل او له لويه سره په سيمه کې د ملکي وگړو په گډون د دواړو لورو لپاره له انساني تلفاتو سره دملې تودې جگړې بيا پيل وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت