BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:27 گرينويچ 2006 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو:افغانستان جدي پانگونې ته اړتيا لري

ناټو:افغانستان جدي پانگونې ته اړتيا لري
د امنيت په پراختيا سره ناټو د فرصت يوه کړکۍ پرانستلې ده
د ناټو سرمنشي ياپ دې هوپ شيفر د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د سملاسي پانگونې غږ کړى دى. لندن کې د خبرو پرمهال هغه وويل د امنيت په ښه کولو ناټو يوه موقع برابره کړې ده او اوس د ملگرو ملتو، نړيوال بانک ، اروپايي اتحاديې او ناحکومتي ادارو وار دى چې مخې ته شي. هغه وويل له پرمختيا پرته امنيت نه شي پايېدى.

ناټو وايې د افغانستان د پرمختگ لپاره کار کوي . دوى باور لري چې په ټکټيکي توگه يې طالبانو ته په دې ورستيو جگړو کې ماتې ورکړې ده .

خو دا هم وايې چې هيواد اوس په ډيرو حساسو او فيصله کونکو پړاونو کې دى او دلته ډير لږ وخت شته چې ملکي افغانان په دې قانع شي چې د طالبانو د وخت په پرتله يې اوس په ژوند کې بدلون راغلى دى .

ددغې خبرې په شاليد کې د ناټو سکرتر جنرال يپ ډي هوپ شيفر اوس پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د افغانستان د اقتصادي او سياسي بيا رغاونې لپاره پانگونه وکړي .

په لندن کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل چې د امنيت په پراختيا سره ناټو د فرصت يوه کړکۍ پرانستلې ده .اوس د ملگرو ملتونو ، اروپايې ټولنې ، نړيوال بانک او نورو اړوندو نادولتي ټولنو د دندې د ترسره کولو وخت رارسيدلى دى چې خپل فعاليتونه پيل کړي .

په حقيقت کې ښاغلي شيفر په ډيپلوماټيک ډول څه نا څه ماته په خپل وړانديز کې روښانه کړه . خو په شخصي ډول په افغانستان کې د ناټو د پوځي افسرانو ترمنځ داسې احساس پروت دى چې ملگري ملتونه د ناټو د پوځي هڅو سره سم چمتوالى نه لري او پوځي هڅې به شنډې او له منځه لاړې شي.

که خلک پخپل ژوند کې پرمختگ ونه گوري ، لکه ددندو ترلاسه کول ، د سړکونو بيارغاونه او له فساد څخه پاکې حکومتي ادارې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت