BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:47 گرينويچ 2006 ,27 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې مخدره توکي نيول شوي دي

مخدره توکي
په افغانستان کې دننه هم په مخدره توکو د روږدو شويو کسانو شميره مخ په ډيردو ده .
د افغانستان د هلمند په ولايت کې امنيتي چارواکي وايي د مخدره توکو د خورا لوى قاچاق مخنيوى يې کړى دى .

د هلمند د پوليسو مشر بي بي سي ته وويل د هغو نيم ټن اپيمو مخه يې ډب کړې چې د دۀ په وينا ايران ته قاچاقيدل .

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د کوکنارو د کرکيلې په تر ټولو مهم مرکز کې په دومره لويه کچه د قاچاقو مخه نيول کيږي .

په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې تر ټولو مهم مرکز هلمند بلل کيږي . له همدې ولايت څخه کوکنار گاونډيو هيوادونو ته تل قاچاقيږي .

ځايي خلکو په تيرو وختونو کې امنيتي ارگانونه د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل بللي دي او آن دعوه کوي چې گواکې له قاچاق وړونکو سره امنيت ساتونکو مرستې کړي دي .

له همدې امله هم د شاوخوا نيم ټن اپينو نيول د هلمند ولايت د امنيتي ارگانونو په گومان خورا لوى برياليتوب دى .

د هلمند ولايت د پوليسو مشر مل پاسوال نبي جان ملاخېل وايي دغه مخدره توکي يې د گريشک په جنگ ځپلې ولسوالۍ کې نيولي دي .

د مل پاسوال په وينا په يوۀ پيک اپ موټر کې ځاى پر ځاى شوي دغه اپين دوو ځايي اوسيدونکو ايران ته ليږدول . گريشک د هلمند يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې د کوکنارو کرکيله پکې ډيره زياته ده .

پوليس وايي نيول شوي توکي به ډير ژر د خلکو په حضور کې سوځوي . پوليس زياتوي دوى هيله من دي چې د نيول شويو کسانو په مټ به د نورو قاچاق وړونکو څرک ولگوي .

ځايي خلک په دې باور دي چې د مخدره توکو په قاچاق کې د بهرنيو او په ځانگړې توگه د گاونډيو هيوادونو اوسيدونکي لاس لري .

د دوى په وينا دغه کسان په يوې مافيايي کړۍ کې دي چې مشرانو ته يې لاس رسى ښايي د هلمند ولايت د امنيتي ارگانونو له وسه وتلې خبره وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت